روزنامه هیواد

اندرابی : طالبان باید تضمین ور کړی چې له سولې وروسته د نېشه یی موادو کار نه کوی

طالبان باید دا تضمین ورکړی، چې له سولې وروسته د نېشه یی موادو کاروبار نه کوی.

د افغان دولت او ملګرو ملتونو سازمان له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډې څېړنې ښیی چې ډېر کوکنار د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی د نېشه یی موادو کښت، تولید او قاچاق د طالبانو کار بولی او زیاتوی، چې طالبان یوازې په فراه کې د نېشه یی موادو له کارخانو څخه ډېرې پیسې په لاس راوړی، ځکه نو باید د سولې په روانو خبرو کې له طالبانو څخه دا تضمین هم واخیستل شی چې نور به د نېشه یی موادو کاروبار نه کوی.

ده وویل: طالبان نه یوازې دا چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه به کوی، باید دا ژمنه دې هم وکړی، چې نور به د نېشه یی موادو له کښت، تولید او قاچاق څخه لاس اخلی، په دې کې شک نشته چې طالبانو د نېشه یی موادو قاچاق ته خوندې فضا او مناسب شرایط برابر کړی ، له دې فضا څخه د نېشه یی موادو قاچاق کوونکی او خپله طالبان هم ګټه اخلی))له  دې وړاندې طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې دا تور رد کړی و. چې ګواکې دوی د نېشه یی موادو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لری.د افغان دولت او ملګرو ملتونو سازمان له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ګډ راپور پر اساس د تېرو څو کلونو په پرتله یوازې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید کچه کمه شوې وه چې علت یې وچکالی وه.کارپوهان د کوکنارو له کښت سره د مبارزې په برخه کې افغان دولت پړ بولی او وایی، چې د نېشه یی موادو د کښت له پراخېدو سره په افغانستان کې ناامنی هم ډېره شوې.د مشرانو جرګې له نېشه یی موادو سره د مبارزې د کمېسیون پخوانۍ غړې رڼا ترین وایی : نېشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده او باید نړیواله ټولنه د قطر په غونډه کې دې موضوع ته هم ځای ورکړی.دې وویل: دا به له وخته مخکې خبره وی چې حکومت په مذاکراتو کې داسې موضوعات مطرح کړی چې خپله یې د کنټرول وس نه لری، ځکه چې نېشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده او باید نړیواله ټولنه مخکې لا پر دې موضوع فکر وکړی او پر طالبانو باندې دا شرط کېږدی، چې په افغانستان کې به نېشه یی مواد هم ختمېږی، که نړیواله ټولنه له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې ستونزې ته پام ونه کړی، حکومت په دې برخه کې هېڅ هم نه شی کولای.په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې رییس یوری فیدیدوف له نېشه یی موادو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په غونډه کې وویل، چې نېشه یی مواد یوه نړیواله ستونزه ده چې دولتونه په یوازې ځان مبارزه نه شی ورسره کولای.                                               مرسلین ارسلا

ممکن است شما دوست داشته باشید