روزنامه هیواد

اندرابی: د ترهګرو د بزدلانه بریدونو د مخنیوی لپاره د پولیسو شمېر ډېروو

دکورنیو چارو وزارت وایی: د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره به لوی شمېر پولیس وګماری.دکورنیو چارو وزارت وایی: د ټاکنو په تړاو فوق العاده تازه غونډه کې یې پرېکړه کړې، چې لویه برخه پولیس به د ټاکنو امنیت ته وګماری، خو دا یې نه دی ویلی، چې د ټاکنو د امنیت ساتونکو پولیسو شمېر به څومره وی؟په دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی ویلی: ترهګرو ډلو ته به د ټاکنو د پروسې د ګډوډولو اجازه ور نه کړی.د اندرابی: په خبره ترهګرې ډلې او طالبان د جګړې په ډګر کې مات شوی او له امنیتی ځواکونو سره د جګړې توان یې کمزوری شوى ، خو اوس د ټاکنو پر پروسه بزدلانه بریدونه کوی.نوموړی زیاته کړې: د ټاکنو د خوندیتوب لپاره به د ګمارل شویو او مرستندویو ځواکونو شمېر لا زیات کړی .ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې د میزان (تلې) میاشتې په ۶مه ترسره شی، خو د ۷ زره مرکزونو له ډلې د دوه زرو مرکزونو د بندښت او د نورود امنیتی خوندیتوب په تړاو لا هم له خلکو سره پوښتنې دی.همدا وړمه ورځ د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل سره هم مهاله د دولت ساز ټیم پر لومړی مرستیال امرالله صالح ډله ییز برید کې نوموړى روغ ووت خو ۲۰ همکاران یې شهیدان اوله ۵۰ نه زیات نور ټپیان شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید