روزنامه هیواد

انتخاباتو کمېسیون: انتخاباتی مواد له ۲۰ ولایتونو کابل ته را رسېدلی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی: له ۲۰ ولایتونو انتخاباتی مواد او رایې کابل ته ر راسېدلې او ټاکل شوې ،چې په روانه اوونۍ کې د کمېسیون ډیتابېس ته له بایومټریک دستګاوو نه د معلوماتو د انتقال بهیر پیل شی.د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‎الله سادات د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی ،چې د بایومټـریک پاتې دستګاوې به هم تر راتلونکو څو ورځو کابل ته  راوسېږی او له هغه وروسته به له دې دستګاوو نه ډیټابېس ته د معلوماتو د لېږد بهیر پیل شی.ښاغلی سادات زیاته کړه: (( همدا اوس زموږ همکاران په ډېټا سنټر کې کار کوی، څو هغه نتایج چې له ولایتونو نه کابل ته رسېدلی سیسټم ته دننه کړی، له دغې پروسې په دقت څارنه کېږی او موږ هڅه کوو چې په لنډ وخت کې نتایج سیستم ته داخل کړو، تردې مهاله له شلو ولایتونو بایومټریک دستګاوې کابل ته رسېدلی او تر راتلونکو ورځو به پاتې دستګاوې هم را ورسېږی.))ښاغلى سادات وایی: له بایومټریک دستګاوو نه ډېټابېس ته د معلوماتو د انتقال د بهیر د څارنې لپاره له بېلابېلو بنسټونو نه ۳۰ ناظرین ګومارل شوی،چې دغه بهیر وڅاری.د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې: تردې مهاله د کابل، پنجشیر، پروان، خوست، لغمان او ننګرهار ولایت د بایومټریک دستګاوو نه معلومات د کمېسیون ډیټابېس ته داخل شوی.د ټاکلی مهالوېش له مخې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه د ولسی جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلام کړی او په راتلونکو لسو ورځو کې باید د څلور میلیونو رایه ورکوونکو معلومات ډېټابېس ته دننه کړی، خو له دې ټولو سره، سره له دې مخکې دغه کمېسیون ویلی، ښایی د رایو د لومړنی پایلو اعلام وځنډېږی.بل‎خوا د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوی رییس یوسف رشید وایی: انتخاباتی کمېسیونونه باید د خلکو رایو ته درناوی وکړی او په دقت سره تورې رایې له سپینو بېلې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید