روزنامه هیواد

امیتاب بچن د ۲۱۰۰ بزګرو پورونه لنډ کړی

د هند مشر سینمایی ستوری امیتاب بچن د بهار ایالت د ۲۱۰۰ بزګرو بانکی پورونه ادا کړل. امیتاب بچن په دې تړاو پر خپل بلاګ لیکلی، د ژمنې له مخې مو د بهار ایالت له بزګرو ۲۱۰۰ کسان انتخاب کړل او د او، ټی، ایس سیسټم له لارې مې د هغوی پورونه د خپلې لور شویتا بچن او زوى ابیشک بچن په لاس ادا کړل. بچن تر دې وړاندې ویلی وو، دا وار د بهار ایالت هغو خلکو ته ډالۍ لری چې خپل پورونه نه شی لنډولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید