د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی امنیت شورا وایی: هغو کسانو ته به جزا ورکړل شی ،چې پر کابل ښار د وروستیو راکټی بریدونو په مخنیوی کې غفلت کړی دی.د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د لوړپوړو امنیتی چاررواکو په غونډه کې د راکټی بریدونو په اړه پر څېړنو او عاملینو ته یې پر سزا ورکولو هم ټینګار شوی دی.د ملی امنیت شورا ویلی: (( د پلټونو د پایلو تر څرګندېدو وروسته دی هغو کسانو ته جزا ورکړل شی چې غفلت یې کړی دی.))د شنبه ورځې د کابل ښار له څلورمې او اوولسمې امنیتی حوازې څخه له موټرو نه په استفاده پر کابل ښار ۲۳ راکټونه ووېشتل شول. د ولسمشر محمد اشرف غنی لومړی مرستیال امرالله صالح پرون په امنیتی راپور کې ویلی، چې په د وړمې ورځې بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوی او ۵۱ نور ټپیان شوی دی.ښاغلی صالح ویلی، چې له یادې سیمې څخه تر دې مخکې هم پر کابل ښار راکټی بریدونه شوی ،چې پر وینا یې په اړه یې جدی څېړنې پیل شوی دی.پر کابل ښار راکټی بریدونه چې ویل کېږی مسوولیت یې داعش ډلې منلی په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو.دا په تېرو دوو لسیزو کې پر یوه وخت پر کابل ښار تر ټولو زیات راکټونه دی، چې وېشتل کېږی، تر دې مخکې په روان کال کې د ولسمشر غنی د لوړې مراسمو پر مهال او بیا د اختر په مناسبت د ولسمشر غنی وینا پرمهال او تر هغه وروسته د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ورځې نمانځلو پرمهال پر کابل ښار راکټونه وویشتل شول.بلخوا پرون یو ځل بیا د کابل ښار یه دوو سیمو کې د چسپکی ماین چاودنې شوی دی.لومړۍ چاودنه د کابل ښار په خېرخانه سیمه کې پر ټکسی موټر شوې چې د چاراکو پر وینا یو کس په کې ټپی شوی او دویمه چاودنه د کابل هوایی ډګر پر سړک د امنیتی کسانو پر رنجر موټر شوې ده.خو خلک د کابل د امنیتی وضعیت خرابېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له اړوند ارګانونو څخه د امنیت نیولو غوښتنه کوی.