روزنامه هیواد

امنیتی چارواکی: طالبانو په تخار کې د ښوونځی مدیر او ښوونکی وژلی

 د تخار سیمه ییز چارواکی وایی: وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه ښوونځی مدیر او یو ښوونکی وژلی دی.د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وایی، طالبانو وړمه شپه د شمر ښوونځی مدیر سیف الرحمان خان او د دغه ښوونځی یو ښوونکی مولوی عبدالکریم وژلی دی.د نوموړی پر وینا پېښه د تخار د مرکز تالقان ښار اړوند شمر کلی کې رامنځته شوې ده.ښاغلی اسیر زیاتوی ،چې مولوی عبدالکریم د ښوونکی تر څنګ د یوه جومات ملا امام هم وو.که څه هم پولیس ددغې پېښې اصلی عاملین طالبانو بولی، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید