د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په خوست کې د افغانیو د ترویج کمپاین په بریالیتوب روان دى او په ټول ښار کې د امنیتی او کشفی ارګانونو له خوا د افغانیو دترویج پروسه په جدی توګه څارل کېږی. د یاد ولایت د رسنیو دفتر وایی، ددې څارنې پر مهال به هغه هټیوال او هټۍ جریمه او وتړل شی چې د افغانیو د ترویج په وړاندې خنډ او ځنډ رامنځ ته کوی.وړمه ورځ د خوست د والی په هدایت د امنیتی او کشفی ارګانونو له خوا د ګډ مطبوعاتی کنفرانس پر مهال ابلاغ شوه چې له دې وروسته هېڅوک نه شی کولاى، چې په خوست ښار کې له افغانیو پرته په نورو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه وکړی.له هغې وروسته چې د خوست والی ښاغلی محمد حلیم فدایی د افغانیو د ترویج پروسه پیل کړه او ټولو امنیتی او کشفی ارګانونو ته یې امر وکړ، چې په خوست ښار او دخولی دروازو کې د هغو کسانو څارنه پیل کړی، چې په جیبونو کې بهرنی اسعار لری او سمدلاسه یې ورته په افغانیو تبادله کړی.سرچېنه وایی، د افغانیو د ترویج په اړه په عملی توګه په خوست ښار او ولسوالیو کې د ګډ کمېسیون له خوا هڅې پیل شوې او له ټولو خوستوالو غوښتنه کوو، چې له کمېسیون سره همکاری وکړی او په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو کې افغانۍ وکاروی.