روزنامه هیواد

امریکا څنګه چین په افغانستان کې خپل ځاى ناستى ټاکی ؟

امرىکاىۍ انلاىن خپرونه ىورىشىا رىوىو په وروستۍ ګڼه کې په تحلىلی مطلب کې پوښتنه کوی چې اىا چىن د افغانستان د سولې له بهىر سره کولاى شی؟ خپرونه لیکی:

طالبان د افغانستان د راتلونکی په اړه له امرىکا سره په هغه پروسه کې خبرې کوی چې افغان حکومت ګډون نه په‌کې لری.

خپرونه زىاتوی، په‌داسې حال کې چې افغان حکومت او د نړىوال ائتلاف ځواکونه د امنىت په ټىنګښت کې پاتې راغلی، پر مرستندوىو موسسو حملې په زىاتېدو دی او د سولې خبرې په ټپه ولاړې دی، په افغانستان کې د سولې د ىقىنی کولو لپار باىد بدىلې لارې چارې وموندل شی.

د خپرونې په لىکنه چىن هم له ستراتىژىک او هم له اقتصادی پلوه په ګڼ شمېر دلاىلو له اوسنی حالته د راوتلو لپاره د پام وړ انتخاب دى.

ىورىشىا رىوىو لىکی:

په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د چىن لېوالتىا په تېره په سىاسی او امنىتی برخه کې ډېره کمه وه، خو خپرونه د ۲۰۰۱ مىلادی کال په پاى کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د افغانستان لپاره د چىن په پالىسۍ کې د بدلون ىادونه کوی او لىکی، له سىمې سره د چىن لىوالتىا په ډېرې چټکۍ سره په زىاتېدو ده ځکه پېکېنګ پوهېږی چې طالبان او په افغانستان کې دېره نورې ترورىستی ډلې د سىنکىانګ له اوىغور مسلمانانو سره مشترکات لری او همدا راز وېرېږی چې د افغانستان بې ثباتی ښایی د سىمې او نړۍ په کچه د چىن د ټرانزىټی پروژې د ناکامۍ باعث شی او بل دا چې د افغانستان له مساىلو سره زىاتېدونکې لېوالتىا د ىو سىمه‌ىىز او نړىوال قدرت په توګه د ظهور لپاره د چىن د خىالونو څرګندونه کوی، نو ځکه چىن د ىورىشىا رىوىو په وىنا د تىورۍ له نظره تر ټولو مناسب هېواد دى چې د افغانستان د سولې پروسه د پرمختګ خوا ته بوولاى شی.

خپرونه په عىن حال کې د پاکستان او چىن د اړىکو ىادونه کوی او لىکی چې په همدې دلىل چىن څو ځلی وىلی چې د افغانستان د جګړې حل د کابل او اسلام‌اباد د اړىکو له ښېګڼې سره تړلى دى ځکه ىې د افغانستان د سولې له بهىر سره د مرستې په برخه کې د پام وړ اقدام نه‌دى کړى. خو په افغانستان کې د ملت غوښتنه داسې نه ده، بلکې ملت غواړی، چې افغانستان دې دې د سولې لپاره بین الافغانی خبرو ته لاره پرانیستل شی او تر څنګ یې دې نظام پیاوړى شی او بهرنی ځواکونه دې په مسوولانه توګه له هېواده ووزی، په داسې توګه وتل، چې افغانستان د بحران خوا ته پرېنږدی او نه یې چاته حواله کړی. منو چې امریکا غواړی، چې په افغانستان کې یې اتلس کلنه جګړه پاى ته ورسوی، خو دا جګړه داسې پاى ته نه رسول کېږی، لکه امریکا یې چې غواړی او اوس پرې کار کوی، امریکا په دې اړه د افغان حکومت له نظر او پلانه په ډډې تېرېږی او له طالبانو سره یې د سولې تر نامه لاندې پټې معاملې کوی! له دې پټو معاملو افغان حکومت او ملت هېڅ هم خبر نه دی، خو امریکا په ښکاره بیا وایی، چې د بین الافغان خبرو لپاره دا هڅې کوی او داسې سوله غواړی، چې د افغانستان وروستۍ لاسته راوړنې په کې خوندی وی!؟  دې ته په کتو سره چې امریکا غواړی، چې چین یې په افغانستان کې ځاى ناستى وی یا هم یې هم هند په افغانستان کې ځاى ډک کړی، دا د ستونزې حل نه دى، ستونزه لا پسې حواروی، ځکه په افغانستان کې هر یو خپلې خپلې گټې لټوی، چین ښایی د افغانستان خاوره لاندې کړی او د افغانستان پر کانونو د رڼې او اصولو پانګونې پر ځاى، خپله خېټه واچوی، ځکه چین د نړۍ ستر صنعتی هېواد دى او د خپل صنعت د لا ودې لپاره د افغانستان کانونو ته سخته اړتیا لری، بل دا چې چین په افغانستان کې خپلې ډلې هم لری، له همغه پیله یې دا ډلې را جوړې کړې، چې شوروی اتحاد پر افغانستان یرغل ته ځان تیاراوه، د شوروی له یرغل او ماتې وروسته دا ډلې پر سترې لانجې واوښتې او په افغانستان کې د پردۍ جګړې د لا دوام لامل وګرځېدې. د چین د رول په پراختیا سره دا ډلې نورې هم پیاوړې او د ملت د سر درد وګرځی، بل دا چې چین له ایران سره هم دوستی لری، نو چین به د ایران په خوښه په افغانستان کې حالات څرخوی او ایرانۍ پلوه ډلې به لا پسې غښتلې شی! دا د افغانستان د ملی گتو پر خلاف اقدام دى، لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، باید امریکا په مسوولانه توګه له افغانستانه وتلو ته لاره پرانیزی، د دې لپاره افغان حکومت ډېر ښه پلانونه لری، چې د دغو پلانونو له مخې هم په افغانسان کې د امریکا لګښتونه کمېږی او هم یې د خوندی وتو لپاره لاره په نښه شوې دی، همدا راز له طالبانو سره د امریکا پټې خبرې هم ښې پایلې نلری، بلکې د امریکا او افغانستان ګډو دښمنانو ته په لوى لاس امتیاز او ماتې منل دی، له دې ماتې منلو وروسته دې امریکا هڅه نکوی، چې افغانستان دغو دښمنو ته ور حواله هم کړی!

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید