روزنامه هیواد

امریکا په ۱۸کلونو کې د افغانستان په جګړه ۹۷۵میلیارده ډالر لګولی

امریکایی فوربس مجلې په افغان جګړه د امریکا د مصارفو تازه لېست خپور کړی او ویلی یې دی، چې د اټکل له مخې واشنګټن تر اوسه په ۱۸ کلونو کې د افغانستان پر جګړه ۹۷۵ ملیارد ډالر لګولی.که څه هم دا راپور د امریکایی چارواکو له خوا رسماً نه دی تاید شوی، خو په دې مصارفو کې د افغان ځواکونو تمویل، تجهیز او روزنه، دغه راز د افغان حکومت د بودجې مصارف او د امریکایی پوځیانو مصارف ټول شامل دی.د اټکلونو له مخې: هر امریکایی عسکر په افغانستان کې د کال ۱ میلیون ډالر خوړلی ، چې دا یې په صحی خوړو، لباسونو، وسلو، روغتیا، معاش او نورو ضرورتونو کې حساب شوی دی.د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده ۱۸ کاله جګړه حساب شوې وه، خو اوس یې د تر ټولو ګرانبیه جګړې نوم هم خپل کړی ،چې له کبله یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: باید په افغانستان کې د خپلو پوځونو مصارف راکم کړی او د همدې لپاره یې د سولې پروسه مخته یوړه.د فوربس مجلې راپور وایی: امریکا په افغانستان کې په ۲۰۰۱ م کال ۲۳ میلیارد، په ۲۰۰۲ کې هم ۲۳ میلیارد، په ۲۰۰۳ میلادی کال کې ۱۷ میلیارده او په ۲۰۰۴ میلادی کال کې ۱۵ میلیارده ډالر لګولی او دا هغه کلونه دی، چې د جګړې مصارف په کې کم وو او طالبانو لا بیرته سرونه نه وو راپورته کړی.له دې وروسته په افغانستان کې جګړه هر کال د امریکا د مصارفو کچه زیاته شوې ، چې له دې منځه په ۲۰۰۵ م کال ۲۱ میلیارد،په ۲۰۰۶ م کال ۱۹ میلیارد، په ۲۰۰۷ م کال ۳۱ میلیارد، په ۲۰۰۸ م کال ۳۹ میلیارد ډالر لګېدلی او دا هغه کلونه دی، چې پاکستانی چارواکو یې په تړاو ویلی، چې په دغو کلونو کې دوی بیا طالبان راژوندی کړل او د افغانستان د جګړې ډګر یې ورباندې تود کړ، د دغو رازونو زیاتره برخه یې پرویز مشرف پاکستانی دیکتاتور ولسمشرراسپړلی ده.په افغانستان کې د جګړې تر ټولو سخت پړاو له ۲۰۰۹ څخه پیل شو ،چې په دغه کال د امریکا مصارف په افغانستان کې ۵۶ میلیارد، په ۲۰۱۰ م کال ۹۴ میلیارد، په ۲۰۱۱ م کاله ۱۰۷ م کال میلیارد، په ۲۰۱۲ م کال کې هم ۱۰۷ میلیارد، او ۲۰۱۳ م کال کې ۱۰۱ میلیارد ډالر لګېدلی، خو له دې کلونو وروسته د امریکا مصارف او ځواکونه په ګراف کې بېرته په کمېدو ښودل شوی دی.د امریکا د جګړې مصارف په ۲۰۱۴ م کال چې په افغانستان کې د بدلون نوې لسیزه ورسره پیل شوه او محمد اشرف غنی واک ته راغی، دغه کال یې مصارف ۸۶ میلیارد ډالر ښودل شوې، خو له دې وروسته په ۲۰۱۵ م کال دا مصارف ۷۷ میلیارد ډالر، په ۲۰۱۶ م کال کې ۵۸ میلیارد ډالر، په ۲۰۱۷ م کال کې ۵۰ میلیارد ډالر، په ۲۰۱۸ م کال کې ۵۲ میلیارد ډالر او په ۲۰۱۹ م کال کې هم دا مصارف ۵۲ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.امریکا د ۲۰۱۹ م کال له پیله د دغو مصارفو د راکمولو لپاره له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل، خو دغه مذاکرات په دې وروستیو کې د ټرمپ د قهر او د طالبانو د بریدونو تېزولو له کبله له ماتې سره مخ شول، داسې چې معلومه نه ده بیا به دا دروازې پرانیستل شی؟ که به د دواړو لوریو له خوا یو پر بل د ټوپک میلونه خلاص شی؟

ممکن است شما دوست داشته باشید