د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
سیجیټیان په راپور کې په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو د پاتې کېدو موارد څېړلی دی.
یاد تلوېیزیون د بهرنیو نظامی څېړنو انستیتیوت څېړونکی، لی یون د مقالې په ترڅ کې ویلی، امریکا چې د ۲۰۰۱ میلادی کال له تروریزم سره د مبارزې په نامه افغانستان کې جګړه پیل کړه ورته ډېره ګرانه تمامه شوې ده.راپور کاږی، امریکا پر دې جګړه لږ تر لږه دوه تریلیونه ډالر لګښت کړی، دوه زره او ۴۰۰ سرتېری یې وژل شوی او تر ۱۰ زره ډېر نور ټپیان شوی دی.راپور کې راغلی، یوازې دا نه، بلکې د امریکا له میلیاردونو ډالرو پانګونې سره سره په دې هېواد کې د بېکارۍ کچه دېرش سلنه لوړه شوې ده.راپور کې دې ته په اشارې چې امریکا ولې له افغانستان څخه په بشپړه توګه نه وځی زیاته شوې، دا سمه ده چې امریکا د دوحې هوکړه کې منلې ،چې خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسی، خو په دې هېواد کې لګښتونو او قربانیو ته په پام امریکا دومره په آسانه دا هېواد خپلو رقیبانو ته نه شی پرېښودلی.د راپور له مخې، ټرمپ ممکن ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی ،خو په ې هېواد کې د امریکایی ځواکونو د پاتې کېدو ښکاره دلیل دا دی، چې له دې جیوستراتیژیکې سیمې څخه د امریکایی ځواکونو شاتګ یو نه منل کېدونکی حقیقت دی.
دویم دلیل دا دی چې افغانستان داسې طبیعی زېرمې لری چې ارزښت یې تریلیونونه ډالرو ته رسېږی او هېڅ لاس یې نه ده خوړلی ،نو دا هم د امریکا لپاره د کوچو ګوله ده چې په هېڅ صورت به یې د بل خولې ته پرېنږدی.سی جی ټی ان داسې مهال دا څرګندونې کوی چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغانی خبرې پیل شوې چې یو مهم شرط د طالبانو همدا دی، چې بهرنیان باید ووځی.