روزنامه هیواد

امریکا : په افغانستان کې د سولې لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوى

امرىکایی پلاوی له طالبانو سره د خبرو تر شپږم پړاو وروسته سولې ته د رسېدو لپاره د پام وړ پرمختګ رپوټ ورکړى دى. په افغانستان کې د سولې لپاره د مذاکراتو په اړه د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد د شنبې په ماښام پر ټوېټر وىلی چې د تېرو ورځو خبرې تر اوسه پورې د نورو مذاکراتو په پرتله ښې لاسته راوړنې درلودلې دی.د خلىلزاد په خبره د امرىکا او طالبانو ترمنځ د ټولو څلورو ټکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى دى: له افغانستانه د امرىکاىی ځواکونو د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې تضمین، په بىن الافغانی خبرو کې د طالبانو ګډون او د اوربند مسئله.د امرىکا ځانګړی استازی د تېر کال د جولاى له مىاشتې راهىسې له طالب استازو سره خبرې پیل کړې دی، چې د ۱۸ کلونو راهىسې دغې روانې جګړې ته د پاى ټکې کېښودل شی. د طالبانو او خلىلزاد ترمنځ د خبرو اوسنى اووم پړاو د جون مىاشتې په ۲۹ مه پىل شوى دى. 

په پام کې وه چې د خبرو دغه پړاو به ۳ ورځې دوام وکړی.د خلىلزاد په خبره د امرىکا او طالب استازو ترمنځ روانې خبرې د دوو ورځو لپاره ځنډول شوې دی، ځکه پرون د ىکشنبې په ورځ په دوحه کې له طالبانو سره بىن الافغانی خبرې پیل شوې چې ټاکل شوې ده نن به هم دوام وکړی.جرمنی او قطر د دغو بىن الافغانی خبرو کوربه توب کوی. په دغو خبرو کې د سىاستوالو او مدنی ټولنو د استازو ترڅنګ د مختلفو برخو څه باندې ۵۰ استازی ګډون لری. دغه کسان د افغان حکومت په استازىتوب نه، بلکې په شخصی توګه په دغه کنفرانس کې ګډون کوی.مهمه خبره دا ده چې طالبان نه غواړی د کابل حکومت له استازو سره خبرې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید