روزنامه هیواد

امریکا په افغانستان کې جګړه ختموی خو سرتېری نه باسی

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وایی:امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د لارو چارو په لټه کې ده، خو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو تکل نه لری.ښاغلی مټیس ویلی: له هغو ۴۱ هېوادونو سره به امریکا څنګ په څنګ ولاړه وی ،چې لا هم په دې برخه کې په خپلې ژمنتیا ولاړ دی. د امریکا دفاع وزیر وایی، چې وسله والو طالبانو په خپلو بریدونو سره وښودله، چې دوى د افغان وګړو ژوند ته ارزښت نه ورکوی، دوی پوهېږی چې د ټاکنو له لارې بریالی کېدای نه شی، نو له دې امله دا ډله هڅه کوی د ټاکنو پر ځای ترهګرۍ ته مخه وکړی.ده ویلی : که امریکا له افغانستانه ووځی ، نو د نړۍ شل ترهګرۍ ډلې چې په سیمه کې فعالې دی پر امریکا به بریدونه وکړی، خو له دې سره سره جیمز مټیس وایی: له وسله والو طالبانو سره سوله له ټولو غوره لاره ده او په دې اړه د امریکا ترڅنګ باید د سیمې په کچه هم هڅې وشی.دی وایی: پنټاګون به د سیاسی روغې جوړې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلی او روغه جوړه په افغانستان کې د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو ډېره عملی او واقعی لاره ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید