روزنامه هیواد

امریکا پر ایران نور اقتصادی بندیزونه هم  لګوی

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلی، په ایران به نور اقتصادی بندیزونه هم ولګوی ، څو دا هېواد اټومی وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړی.ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانوته وویل: (( ایران اوس په یوه اقتصادی ګډوډۍ کې دی. بندیزونو سخت وهلی دی. نور بندیزونه به هم پرې ولګول شی. )) د امریکا ولسمشر تر دې یوه ورځ مخکې پر ایران د برید د امر د بېرته اخېستو اعلام وکړ.ده د ایران له‌خوا د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په غبرګون پر ایران د برید امر ورکړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید