روزنامه هیواد

امریکا له پاکستانه وغوښتل چې د ترورېزم پر ضد عمل وکړی

د امریکا د قواوو د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل له پاکستانه وغوښتل چې د ترورېزم پر ضد جدی اقدامات وکړی. جنرال ووټل د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ملی امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې وویل: «د سیمې هېوادونه په تېره بیا پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدی او عملی ګامونه واخلی.» د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار دفتر وایی، ښاغلی ووټل د افغانستان د ملی امنیت له سلاکار ډاکتر محب سره په کتنه کې وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې ملاتړ کوی. له ښاغلی محب سره د جنرال ووټل د کتنې پر مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حاضر و. د خبرپاڼې پر اساس دواړو خواوو د افغانستان پر روانو امنیتی حالاتو، د سیمې او افغانستان پر امنیت او د سولې پر بهیر خبرې وکړې. د افغانستان د ملی امنیت سلاکار له افغانستان سره په بېلا بېلو، په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د تجهیز او سمبالښت په برخو کې د امریکا له مرستو قدردانی وکړه او زیاته یې کړه چې افغان حکومت په امنیتی او دفاعی سکټور کې اصلاحاتو ته ژمن دى او پولیس به خپلې اصلې دندې، د قانون پلی کېدو ته ور وګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید