روزنامه هیواد

امریکا له ترکیې سره د کردانو په اړه خبرې کوی

امریکا له ترکی چارواکو سره خبرې کوی، چې ډاډ تر لاسه کړی چې له سوریې د امریکایی سرتېرو له وتلو وروسته به هلته کردان نه ځپل کېږی.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایی: هېواد یې له ترکی چارواکو سره خبرې کوی، چې له سوریې د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته هلته کردان ونه ځپل شی.پامپیو دا څرګندونې د سوریې په شمال کې د هغو کردی جنګیالیو د راتلونکې په اړه د اندېښنو په ځواب کې کړې چې د داعش ډلې پر ضد جګړه د امریکا په مشرۍ د ائتلاف مهمه برخه ده. دا ځکه چې امریکا له سوریې خپل ځواکونه باسی او دغه کردان د داعش په ضد جګړه کې د امریکا متحدین وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید