روزنامه هیواد

امریکا له افغانستان سره  د ۱۲۵ میلیونو ډالرو مرسته وکړه

د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له بې‌ځایه شویو، سیلاب ځپلو، راستنېدونکو کډوالو او نورو اړمنو افغانانو سره شاوخوا ۱۲۵ میلیونه ډالره بشری مرسته کړې.په کابل کې د امریکا سفارت د سې‌شنبې په ورځ په اعلامیې کې ویلی، چې له دې مرستې سره په روان م کال کې له افغانستان سره د امریکا د بشری مرستو کچه ۱۹۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.ټاکل شوې ، چې د امریکا دا مالی مرسته په اضطراری حالاتو کې د خوړو د چمتو کولو، خوارځواکی، د څښاک صحی اوبو، روغتیا، سرپناه او د نورو غیرخوراکی توکو د چمتو کولو په برخه کې ولګول شی.همدا شان دا پیسې د راستنېدونکو کډوالو د معېشت، ښوونې او روزنې او ټولو هغو برخو کې، چې په اوږدمهال کې په ټولنه کې د راستنېدونکو کډوالو له مدغمېدو سره مرسته کوی په مصرف رسول کېږی.امریکا له ټولو هېوادونو څخه غوښتی،چې د بشری مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د غوښتنې په اساس، چې تر اوسه یوازې ۲۷ سلنه بودجه ورته برابره شوې ، په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولی.د امریکا سفارت په خپلې اعلامیې کې ویلی: (( د زیات شمېر زیانمنونکو افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې زیات ملاتړ ته اړتیا ده.))امریکا په داسې حال کې له افغانستان سره دا بشری مرسته کړې ، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په روان کال کې د بې‌ځایه شویو افغانانو شمېره له درې میلیونو او ۷۷۸زرو څخه پورته شوې.پر دې سربیره په روان کال کې شاوخوا ۳۰۰زره راستنېدونکی کډوال او په جبری ډول ایستل شوی پناه غوښتونکی هم په افغانستان کې د اړمنو کسانو د شمېرې د زیاتوالی لامل شوی.تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وویل، چې د روان کال تر پایه پورې به په افغانستان کې، بشری مرستو ته د اړمنو کسانو شمېره شاوخوا یو میلیونو ته ورسېږی.

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید