روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا د پاکستان له نوی حکومته  یوځل بیا د ترهګرۍ پرضد د جدی مبارزې غوښتنه کړې

د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ىو لوړرتبه چارواکى واىی: د پاکستان له نوی حکومته غواړی چې د افغانستان د امن او ثبات د ټىنګېدو په هڅو کې رغنده رول ولوبوی او هغه ترهګرې ډلې وځپی چې د دې هېواد له خاورې پر افغانستان حملې کوی.د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت د مرکزی او جنوبی آسىا د برخې مرستىاله الىس وىلز واىی، پاکستان د افغانستان په امن او ثبات کې مهم رول لوبولاى شی او د دې هېواد له نوی حکومته غواړی چې په دې برخه کې جدی ګامونه پورته کړی.مېرمن وىلز دغه څرګندونې ىوشمېر آسىاىی هېوادونو ته د خپل سفر له پىلېدو مخکې  په واشنګټن کې په ىوه خبری کنفرانس کې وکړې.مېرمن وىلز ووىل:موږ مخکې هم اسلام آباد ته د هغو ترهګرو په اړه چې له دې هېواده پر افغانستان حملې کوی اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان له نوی حکومته هم تمه کوو چې د دغو ترهګرو په وړاندې جدی اقدام وکړی:((موږ دې حقىقت ته په پام سره چې ترهګرې نىابتې ډلې تراوسه په پاکستان کې امن ځاىونه لری، خپله اندېښنه څرګنده کړې او د دې هېواد له حکومته غواړو ،چې زىات څه ترسره کړی او پردغو ترهګرو ډلو چې فعالىتونه ىې له دې هېواده بهر متمرکز دی، فشارونه زىات کړی.))مېرمن وىلز ووىل: د پاکستان د نوی صدراعظم عمران خان د هغو څرګندونو هرکلى کوی چی وىلی ىې دی چې دا مهمه ده چې د پاکستان د پولې په دواړو غاړو کې امن او ثبات ټىنګ وی.د مرکزی او جنوبی آسىا په چاروکې د بهرنىو چارو وزارت مرستىالې په دې ټىنګار وکړ چې په اوس وخت کې چې افغان ولسمشر د سولې په اړه جدى ګامونه اوچت کړی، اسلام آباد هم کولاى شی په دې هڅو کې رغنده رول ولوبوی:(( دې ته په پام سره چې افغان ولسمشر د سولې وړاندىز کړى او نړىوالې ټولنې ىې هم ملاتړ کړى او په اوس وخت کې چې افغان ولس د سولې غوښتونکى دى او هغه عکس العملونه چې موږ د کوچنی اختر په مناسبت د اوربند پر وړاندې ولىدل چې خلکو ىې پراخ هرکلى وکړ، طالب وسله والو ىې هم هرکلى وکړ او داىې و ښوده چې دوى هم له جګړو ستړی دی، اوس د دې وخت دى چې ټول لوری د خبرو د مېز ترشا کښىنی او موږ هم له پاکستانه د دې ډېره تمه کوو ، چې دغه هڅې لا پىاوړی کړی.))مېرمن وىلز چې وىل کېږی تراوسه ىې څوځلې د وسله والو طالبانو له استازىو سره مستقىمې خبرې ترسره کړی، تېره اوونۍ د فرانس پرېس آژانس ته ووىل ،چې د افغانستان د سولې په اړه هرو مستقىمو خبرو کې باىد د افغانستان حکومت شامل وی او هغه به ىوازې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ مخ ته نه وړل کېږی.مېرمن وىلز ووىل:واشنګټن له طالبانو سره خبرې د دې لپاره نه کوی چې افغانان ىا د افغانستان حکومت څنګ ته کړی، بلکې ىوازې غواړی چې اصلی لورى چې د افغانستان حکومت او طالبان دی، د خبرو مىزته د هغوى د کښىنولو لپاره آسانتىاوې رامنځ ته کړی.د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت دغې لوړپوړې دىپلوماتې دغه راز ووىل،  چې پاکستان هم دې ته هڅوو چې په دې برخه کې جدی ګامونه واخلی ، چې دا ىقىنی کړی چې طالبان ىا د خبرو مىز ته کښېنی ىا ىې هم له هېواده وباسی .

ممکن است شما دوست داشته باشید