روزنامه هیواد

امریکا د دوحې هوکړې پرعملی کېدو ټینګارکوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالی غبرګون ښودلی دی.د یاد وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس د زلمی خلیلزاد د تازه ټوېټونو په تائید ویلی، چې امریکا د دوحې د هوکړې پر عملی کېدو ټینګار کوی او له مخې یې باید په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم شی.هغې ویلی، افغانان د سولې غوښتونکی دی او تمه لری ،چې دلته روانه خونړۍ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګارکې چې ګډه اعلامیه او د دوحې هوکړه د سولې د راوستو لپاره مهم دی، دواړو لورو ته په کار ده، چې په عملی کولو کې هڅه وکړی.دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او هغه یې بوږنوونکی بللی دی.خلیلزاد ویلی، په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستلو لپاره د تاوتریخوالی ډېرول یوغلط فکر دی ،چې کولی شی جګړه اوږده کړی او د سولې پروسې ته زیان ورسوی.امریکا داسې مهال د دوحې هوکړې پر عملی کېدو ټینګار کوی چې طالبانو وړمه ورځ ویلی وو، امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید