روزنامه هیواد

امریکا د ایران پر ضد د پوځی اقداماتو پلان ارزوی

نىوىارک ټاىمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړى چې سپىنه ماڼۍ اوس د داسې پوځی پلانونو د ارزولو په حال کې ده چې له مخې ىې امرىکا منځنی ختىځ ته تر ۱۲۰ زرو امرىکاىی سرتېری استولى شی. د دغه پلان له مخې امرىکا په هغه صورت کې منځنی ختىځ ته تر ۱۲۰ زرو پورې امرىکاىی ځواکونه استولى شی، چې که اىران پر امرىکاىی ځواکونو برىد وکړی او ىا هم پر اتومی وسلو کار ګړندى کړی.د نىوىارک ټاىمز ورځپانې د داسې سرچىنو په حواله چې نوم ىې نه دى خپور شوى، لىکلی چې د امرىکا سرپرست د دفاع وزىر پىترىک شاناهان، د پنجشنبې په ورځ دغه پلان ىوې غونډې ته وړاندې کړ. په دې غونډه کې د امرىکا د ملی امنىت مشاور جان بالتون او نور امنىتی مشاورىن موجود وو.د نىوىارک ټاىمز په حواله د دغه پلان له مخې اىران د امرىکاىی ځواکونو له خوا نه اشغالېږی، ځکه د دې لپاره ډېرو ځواکونو ته اړتىا شته، خو په پلان کې په پام کې نىول شوی ځواکونه په هغې اندازه دی چې د امرىکا پخوانی ولسمشر جورج بوش، د عراق د نىولو لپاره استولی وو.دغه رپوټ په داسې حال کې خپرېږی چې د اىران او امرىکا تر منځ اړىکې ډېرې ترىنګلې شوې دی.د دواړو هېوادونو تر منځ ترىنګلتىاوې له هغه وروسته پىل شوې چې تېرکال ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له اىران سره د شپږو ځواکمنو هېوادونو له اتومی تړون څخه ووت. اىران بىا تېره اوونۍ اعلام وکړ چې دغه تړون ته خپلې ژمنې ىو څه کموی.له دې څو ورځې وروسته امرىکا په منځنی ختىځ کې د خپلو ځواکونو د پیاوړی کولو اعلام وکړ چې په خبره ىې د تهران له خوا دىو «د اعتبار وړ ګواښ» مخه ونىسی. دواړو اړخونو له هغې مودې راهىسې له خپل موقف څخه له پر شا کېدو ډډه کړې ده.د امرىکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ ىو ځل بىا اىران ته ګواښ وکړ چې «که څه وشی، نو اىران به په دې ستونزه کې ګىر شی». ده زىاته کړه،چې که هغوى [اىرانىان] څه وکړی، نو ډېر زىات به وکړېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید