روزنامه هیواد

امریکا د ایرانی تېلو پر قاچاقبرانو بندیزونه اعلام کړی

متحدو ایالتونو د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او یو شمېر کمپنیو چې د چارواکو په وینا د سپاه پاسداران د اړوند قدس ځواک لپاره یې د ملاتړ د جلبولو هڅه کوله بندیزونه اعلام کړی دی.د امریکا د خزانې وزارت وایی، په دې ترڅ کې د عمان د تېلو پر سوداګر رشید الحبسی او څو تجارتی کمپنیو چې دوه په عمان کې، یوه په لایبریا او یوه په رومانیا کې دېره دی بندیزونه لګول شوی دی.د دې اقدام پر اساس د دې کمپنیو شتمنۍ کنګل کېږی او په ټوله کې امریکایی وګړی نه شی کولای له دوی سره معاملې وکړی.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یو بیان کې وویل چې قدس ځواک د ایران د تېلو له عوایدو د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره کار اخلی.انتونی بلېنکن وېیلی چې متحده ایالتونه به په دې هڅو کې د ښکېلو اړخونو افشا کولو او د هغو د مخنیوی چارې ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید