روزنامه هیواد

امریکا د انسانی قاچاق له قربانیانو سره مرسته کوی

په کابل کې د امریکا سفارت وایی: د انسانی قاچاق قربانیانو ته حیاتی خدمتونه وړاندې کوی.د امریکا سفارت پر فېسبوک پاڼه لیکلی، د خوراکی توکو، طبی پاملرنې، روانشناسی خدمتونو، تعلیمی او حرفوی روزنې، فردی و فامیلی مشورتی خدمتونو او د انسانی قاچاق د ښځینه او ماشوم قربانیانو قانونی ملاتړ تر څنګ دغه پروژې د جنسی ځورونې قربانیانو سره مرسته کوی ، څو هغوی عدالت ته لاسرسی ومومی او په ټولنه کې خپل عزت و وقار بیا ترلاسه کړی.))دغه سفارت زیاتوی، د غیر دولتی موسسو همکاران همدارنګه د انسانی قاچاق په اړه د روزنې او پوهاوی زمینه برابروی او د قربانیانو کورنیو، علماوو، حکومتی چارواکو، او نورو ته د انسانی قاچاق د ناوړه جرم په اړه روزنه او پوهاوی ورکوی، او په دې خبره تاکېد کوی ،چې د انسانی قاچاق قربانیان په داسې شرایطو کې بېګناه دی.یاده دې وی چې انسانی قاچاق او بچه بازی اوس هم په افغانستان کې دوام لری او ډېرى افغانان یې قربانیان دی.د عدلیې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په محاکمو کې د انسانی او کډوالو د قاچاق او د بچه‌ بازۍ ۲۳۵ قضیې تر څېړنو لاندې دی.ښاغلی معنوی وېیلی : (( په دغو قضیو کې ۱۵۷ د انسان د قاچاق، ۶۵ د کډوالو د قاچاق او ۲۱ د بچه بازۍ قضیې شاملې دی.))د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ پر بنسټ تېر ۲۰۲۰  میلادی کال کې افغانستان د انسان قاچاق کې درېیم او په ۲۰۱۹ میلادی کال کې یې دویم ځای درلوده.

ممکن است شما دوست داشته باشید