روزنامه هیواد

امریکا د افغانستان دفاع وزارت ته ۶۴۰ نوی جنګی وسایط ورکړل

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان له دفاع وزارت سره د ۶۴۰ بېلابېلو پوځی وسایطو مرسته وکړه.د افغانستان دفاع وزارت پرون ویلی، چې په یادو جنګی وسایطو کې ۴۰۳ هاموې ټانکونه،۴۳ رنجر موټر، ۲۳ امبولانسونه او ۱۷۰ موټرسایکلونه شامل دی.په اعلامیه کې ویل شوی ، چې دغه پوځی وسایط د امریکا متحدو ایالتونو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملی دفاع وزارت په لوجستیک قوماندانۍ کې دفاع وزارت ته تسلیم شول.د اعلامیې له مخې د دغه وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل د امریکا متحدو ایالتونو د دې کومک نه مننه کړې: (( د ملی دفاع وزارت د رهبرۍ په لومړیتوب کې د ملی اردو ځواکونو ظرفیت او وړتیا لوړونه ځای لری، تر څو د دې وزارت د برنامې او ستراتیژۍ پر بنسټ ملی اردو ځواکونه په نوو جنګی تجهیزاتو مجهز شی.))د افغانستان د ټکنالوژۍ د تامیناتو او لوژستیک مرستیال عبدالله رقیبی هم ویلی، چې له دغو وسایطو او تجهیزاتو څخه به د امنیت د ښه والی او تینګښت په برخه کې ګټه واخیستل شی.د بیان له مخې تمه ده ، چې یاد پوځی وسایط ټولو سیمه ییزو قول اردوګانو ته واستول شی.د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه ویلی ،چې د امریکا متحدو ایالتونو په تیرو څو کلونو د افغانستان ملی اردو هوایی قواو ته څلور A29 طیارې او څلور UH60 هلیکوپټرې ورکړی دی. او ملی اردو یې په بېلابېلو تجهزاتو سمبال کړی دی.د افغانستان له ملی اردو سره دا مرستې پر داسې مهال کېږی چې په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شوی دی.افغان چارواکو تر دې مخکې ویلی که چیری وسله وال طالبان د سولې پر ځای جګړه انتخاب کړی افغان ځواکونه هم د هېواد دفاع ته چمتو دی.د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویلی، چې له افغان ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه تر ۲۰۲۴ کال پورې پر پر خپل ځای ده او په وینا یې د ملی اردو سرتیری د وسلې او نورو پوځی تهجزاتو له اړخه په کافی اندازه اکمال شوی او په دې برخه هیڅ ستونزه نشته. 

ممکن است شما دوست داشته باشید