روزنامه هیواد

امریکا دې د سولې لپاره له ټولو مخکې پاکستان پرګونډو کړی

په داسې حال کې چې دیوې ډېرې مهمې اړتیا په توګه په هېواد کې د سولې لپاره له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو خبروته دیو اغېزمن چوکاټ، اډانې اوهراړخیزې کړنلارې دبرابرولو او دغه راز ترڅنګ یې دافغانستان په جګړو کې دښکېلو ډلو ترمنځ د روغې جوړې لپاره په کابل کې دملت دبېلابېلو پرګنو د درې زره دوه سوه استازو په ګډون د سولې دمشورتی لویې جرګې بهیر روان و، دمکار، دوه مخی او درواغجن  پاکستان بې رحمو هوایی او مځکنیو پوځیانو دلرو او برو پښتنو په ګډون دافغانانو پرزړه دانگلیسی استعمار دخونړی خنجر دتور داغ په توګه پرافغانانو د ډیورنډ دتپل شوې کرغېړنې تورې اومنحوسې کرښې دې غاړې ته دافغانستان دسرحدی ولایت د سپېرې ولسوالۍ دخلکو پرکورونو ،کلیو او بانډو وحشیانه هوایی اومځکنې بریدونه وکړل، هغه یې پرکنډوالو بدل کړل، درې تنه هېوادوال یې په شهادت ورسول او اته تنه نوریې ټپیان کړل اوله دې لارې یې یو ځل بیا په افغانستان کې دتلپاتې سولې لپاره له افغان حکومت او امریکا سره خپلې ژمنې ترپښو لاندې کړې اوپه دې توګه یې خپله دوه مخې او درواغجنه پالیسی بیا په اثبات ورسوله او دافغانستان او امریکا په ګډون یې دسیمې اونړۍ دسوله دوستو او بشردوستو هېوادونو اودغه راز دنړیوالو سازمانونو پروړاندې خپل باور له لاسه ورکړ.

امریکایی مشرانو څوڅو ځلې په زغرده داویلی او اعتراف یې کړى، چې پرافغانستان د تپل شوې جګړې په اتلس کلنه غمیزه کې یې د طالبانو، حقانی شبکې اوداعش په ګډون دپاکستان له روزل شویو، تولید شویو او وسله والو شویو څه دپاسه اویا وحشی صفتوترورېستی ډلو سره په مبارزه کې یې خپل نږدى درې زره افسران او سرتیری ټپیان شوی، معلول شوی، معیوب شوی ،لاسونه ، پښې ، سترګې ،غوږونه او خپل نورغړی یې له لاسه ورکړی اوهم یې ورسره جوخت تر دوو تریلیونو ( دوه زره میلیونو) پورې امریکایی ډالره مالی زیانونه ګاللی دی چې دهغوله جملې څخه یې (۳۳) میلیارده ډالره په پاکستان کې دترهګرو دځپلو لپاره دپنجابی واکمنانو او پوځیانو په واک کې ورکړی ،خوله ډېره بده مرغه په پټه او باطن کې دمغرض ، مخرب او درواغجن پاکستان په لمسونو او اشارو سره په افغاسنتان کې دافغان ځواکونو اوامریکایی پوځیانو اونورو کورنیو اوبهرنیو اتباعو دبېرحمانه وژلو لپاره دترهګرو ځانمرګو ،غلچکی بریدونو، بمی چاودنو او دهغوى داسې نورو فجیعو عملونو لازور اخیستى دى چې دغه ډول زیاتو ځانی اومالی زیانونو اودغه راز دغې اتلس کلنې اوږدې خونړۍ جګړې دامریکا دصبرکاسه نوره ډکه کړى اوپه کلکه یې دا پتیلې ده چې له دغه ډول بې سارو ځانی او مالی زیانونو اونورو ناخوالو اونادودو څخه دامریکا دژغورلو لپاره له افغان حکومت سره دوسله والو طالبانو دسولې خبرو ته دزمینې د برابرولو په موخه سوله ییزو منډو ترړو ته زور ورکړی او له دې لارې طالبان اونور وسله وال مخالفین اودغه راز دپاکستان او روسیې په ګډون دهغوى ملاتړکوونکی ، روزونکی ، تولیدوونکی او وسله وال کوونکی هېوادونه او دسیمې اونړۍ نورې مغرضې،مخربې او تیرى کوونکی کړۍ دې ته اړې او وهڅوی چې نور په افغانستان کې دجګړو له دوامه اوهمدارنګه دافغانستان په کورنیو چارو کې له بې شرمانه اومذبوحانه لاسوهنو ډډه وکړی او دافغانستان دسولې په اړه دې خپلو ژمنو او نارو سورو ته دعمل جامه ور واغوندی ،نه داچې په باطن کې طالبان اونور وسله وال مخالفین ولمسوی او دکلونو کلونو د جګړه ځپلو افغانانو دیوې سترې غوښتنې په توګه یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپل دغه تالی څټی، لاس پوڅی ، اجیر شوى او ګوډاګی طالبان له افغان حکومت سره دسولې له خبرو څخه منع کړی او د سولې دلارې پرځاى یې په افغانستان کې دخونړیو جګړو دوام ته وهڅوی او ولمسوی ا وله دې لارې خپلو ناوړو موخو اوشومو پلانونو ته پرې دعمل جامه ور واغوندی.

دسیاسی شنونکو اونورو کارپوهانو په اند ډېره غوره داده چې نړیواله ټولنه اوپه سرکې یې امریکا له دې وروسته ترټولو لومړى په افغانستان کې دتلپاتې سولې اوهمدارنګه ترڅنګ یې د بشر دډېرستر ګډ دښمن په توګه د پاکستان د روزل شویو ،تولیدشویو او وسله والو شویو وحشی صفتو ترهګرو له شره دافغانستان ،امریکا اوهندپه ګډون دسیمې اونړۍ دسوله دوستو اوبشردوستو هېوادونو دخلکو دژغورلو لپاره دترهګرو دسترملاتړکوونکی هېوادپه توګه دوه مخى ، درواغجن او مکار پاکستان په نښه او پرګونډوکړی او دهغوى تیری کوونکی اوسرغړوونکی مشران دې داسامه له برخلیک سره مخ کړی، نوهله به دافغانستان ،امریکا اوهند په ګډون دسیمې اونړۍ دهېوادونو خلک دبشر د ډېر ستر اوګډ دښمن په توګه دترهګرو له بریدونو او دهغوى دملاتړکوونکی هېواد پاکستان د شومو توطیو له شره خوندی شی.

د رسنیو له لارې دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ دپاکستان صدراعظم عمران خان اونورو پوځی اوملکی چارواکو دامریکا دزیاتو فشارونو ، دړ کواو خبرداریو له امله په افغانستان کې دسولې لپاره بیا پرتشو نارو سورو او پوچو ډنډورو لاس پور ې کړى او آن دپاکستان صدراعظم د افغانستان له جمهور رییس محمداشرف غنی سره په تیلفونی خبروکې جمهور رییس غنی ته بلنه ورکړى ده چې په یو مناسب وخت کې اسلام آباد ته سفر وکړی او دافغانستان او پاکستان په ګډون دسیمې دثبات او دغه راز دسیمې او نړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه دترهګرو دځپلو دلارو چارو په اړه خبرې وکړى، خو دسیاسی شنونکو له قوله د افغانانو په ګډون دسیمې او نړۍ سوله دوست او بشردوست خلک دافغانستان دسولې په اړه د پاکستان دغه ډول ژمنو اونارو سورو ته بیاهم دشک په سترګه ګوری اودپاکستان دغه دوه مخى ، درواغجن، مکار اوتیری کوونکی هېواد به د تېر په څېرد افغانستان دسولې په اړه خپلې ژمنې بیا ترپښو لاندې کړی او  دتېر په څېر به دافغانستان په کورنیو چاروکې له خپلو بې شرمانه اومذبوحانه لاسوهنو هېڅکله ډډه ونه کړی د داعش په ګډون دکلونو کلونو خپلې روزل شوې ترورېستی ډلې به له لاسه ورکړی اودغه راز په پاکستان کې د ترهګرو څلویښت زره روزنځایونه ، استخباراتی مدرسې ،دوه اویا ترورېستی ډلې او ۲۵ میلیونه ترهګربه هېڅکله له منځه یونه سی.

شاولی قرار  شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید