روزنامه هیواد

امریکا دې د افغان سولې په اړه له پاکستان او ‌طالبانو تضمینونه واخلی

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غنی په هېواد کې د وګړنی او ولسی نظام ، بشری حقوقو، ټاکنو او د بیان د آزادۍ په څېر د تېرو اتلسو کلونو د سترو لاسته راوړنو او داسې نورو ملی ګټو او ملی مصالحو پر خلاف د طالبانو او دهغه د بادار هېواد پاکستان ضد او نقیضو پالیسیو او ناوړو معاملو په غبرګون کې دافغانستان د ملی تلویزیون له لارې خپل ملت ته په خپلې وینا او د غه راز دهېواد  له مشهور خبریال فراموز سره په ځانګړې مرکه او همدارنګه دسویس هېواد د داووس په ښار کې د نړۍ د بېلابېلو، سازمانونو او ټولنو د (۲۵۰۰) تنو استازو په ګډون د نړیوالې اقتصادی غونډې په څنډه کې په یو خبری کنفرانس کې په زغزده دا وویل چې د افغان سولې په اړه نه یوازې په قطر کې، بلکې د نړۍ په بل هر هېواد کې هم د خبرو هرکلی کوو او د قدر په سترګه ورته ګورو. په دغه ډول غونډو او خبرو کې د پاکستان او طالبانو په څېر ځینې مغرضې ښکیلې ډلې او مافیایی کړۍ د افغانستان د ملی ګټو، ملی مصالحو او دنظام په څېر د سترو لاس ته راوړنو پر خلاف د جنګ جګړو د اور تازه کولو ته نوره هم لمن وهی او د سردار محمد داوود او ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ د وختونو ترخې تجربې اوتېروتنې بیا تکرار وی  چې ناخوالې او نادودې یې اوس هم افغانان ګالی چې د ثبوت څرګندې بېلګې یې په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې بهیر دى چې د طالبانو ، حقانی شبکې ، داعش او القاعده په نومونو اونویو څېرو کې کابو تر سلو پورې تروریستې ډلې په کې ښکیلې دی اود سیمې او نړۍ د نورو مغرضو استخباراتی او پوځی شبکو سره ډېرې ژورې اړیکې لری اوپه ډېرې سپین سترګۍ طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې دافغان حکومت پرضد روزی،تغذیه او وسله وال کوی یې او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او امریکایی پوځیانو او نورو خلکو د وژلو لپاره یې جګړو ته لمسوی. د سیاسی شنونکو او نورو کارپوهانو په اند که د طالبانو او پاکستان په څېر د افغانستان په جګړو کې ښکېل اړخونه د داعش، القاعده، لشکرطیبه ، جنګوی اسلام، جندالله  او لښکر اسلام په ګډون له دوه اویا تروریستی ډلو سره چې زیاتره یې دپنجابی کړیو له لوری د آزادۍ غوښتونکو اوملت پالو پښتنو د ځپلو، لوټولو، او ځورولو لپاره دخیبر پښتونخوا په سیمو کې دېره کړی او ځاى پر ځاى شوی، له خپلو ناوړو او ژورو اړیکو څخه لاس وانه خلی او د امریکا او افغانستان په څېر دسیمې او نړۍ سوله دوستو او بشر دوستو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته وسله وال طالبان او دهغې ملاتړى پاکستان دافغان سولې په اړه دشویو موافقو او ژمنو دپلی کولو لپاره باوری او نړیوال تضمینونه ورنه کړی، نو هېڅکله به دافغان سولې په اړه دپاکستان او طالبانو  د دغه ډول پوچې او درواغجنې ژمنې پلی نه شی د تېر په څېر به پر اوبو لاهو کېږی او په یخ یې ولیکه او لمر ته یې کېږده دمتل بڼه به غوره کوی چې دافغانستان دسولې کنفرانسونو او جرګو پرېکړې او دهغوى دپلی کولو لپاره دپاکستان پوچې او تشې ژمنې یې دثبوت څرګندې بېلګې کېداى شی چې آن د هغو له ډلې څخه یې خپله یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې هغه یې په ډېره سپین سترګۍ، بې شرمۍ او بې باکۍ سره تر خپلو پښو لاندې کړی ، تالی څټی، لاس پوڅی او ګوډاګی او ترهګر یې لا خپلې ناولې غېږې ته نږدې کړی دی. پاکستان چې له امریکا څخه ۳۳ میلیارده امریکایی ډالر دخپلو له ترهګرو پر ځپلو او دهغوى د ځالو پر ړنګولو واخیستل او دخپلو ژمنو خلاف یې لا د ترهګرو پر روزلو او وسله والو کولو ولګول لکه چې دامریکا جمهوررییس ډونالډ ټرمپ هم دترهګرو د ځپلو لپاره له پاکستان سره دامریکا ددغې مرستې په اړه له واقعیتونو څخه پرده پورته کړه اوپه زغرده یې وویل ، چې دپاکستان دوه مخى هېواد امریکا تل لوبولې او دوکه کړې او په دې برخه کې یې له امریکا سره له خپلو شویو ژمنو څخه تل سرغړونه کړې ده.دا حقیقت دى چې په افغانستان کې یې تل سوله ییزې هڅې پر اوبو لاهو کړی دی، نوله دې کبله امریکا باید د افغان سولې په اړه د قطر په راتلونکې غونډه کې چې د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۲۵ مه نېټه جوړېږی ، داحتمالی موافقو پرمهال له طالبانو او دهغوى د سترو ملاتړو هېوادونونه داسې تضمینونه واخلی چې تروریستی ډلې وځپی ځالې یې ړنګې او حتى لاس نیوى یې هم ونه کړی. له دې پرته امریکا مجبوره ده چې په خپله په پاکستان کې تروریستی ډلې او دهغوى ملاتړی مشران په نښه کړی داسامه ، ملااختر محمد منصور، صدام، او قذافی، له برخلیکونو سره یې مخ کړی.افغان حکومت په هېواد د دایمی او باعزته سولې لپاره د امریکا له نویو هڅو د زړه له تله مننه کوی او د دې هڅو په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ پلاوی او د طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د خبرو پر څرنګوالی بحث او تمرکز کوی، چې پر کومو مسئلو خبرې شوې دی! دغه راز افغان حکومت د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره په هڅو کې د افغانستان ملی حاکمیت او ملی ګټو ته دامریکا له درناوی مننه کوی! امریکایی پلاوی ډاډ ورکړى، چې د سولې په روانو هڅو کې د افغانستان ملی حاکمیت، منل شوی ارزښتونه او نورې ملی غوښتنې په پام کې ونیسی او بیا له طالبانو سره د افغان حکومت د سوله ییزو هڅو لپاره زمېنې برابروی، په دې اړه زلمی خلیلزاد ویلی، که څه هم له طالبانو سره په دوحه کې د افغان سولې لپاره شپږ ورځنۍ خبرې ښې وې او په کې هوکړې شوې،خو که افغان حکومت ته د منلو نه وی، داسې دې وګڼل شی، چې پر هېڅ هم کومه هوکړه نه ده شوې! همدا راز خلیلزاد د سولې ټولې هڅې د افغان حکومت پر هوکړې پورې تړلې دی، خو افغان حکومت دا ستونزه یوځل بیا یادوی، چې طالبان له نړیوالې ترهګرۍ، د ترهګرۍ له نورو مافیایی کړیو او په تېره بیا د ترهګرۍ له ملاتړی پاکستان سره هر اړخیزې ژورې اړیکې لری، چې په دې برخه کې هم خلیلزاد له طالبانو څخه د ضمانت غوښتنه کړې ده، خو بیا هم افغان حکومت دې پایلې ته رسېدلى، چې د پاکستان هره ژمنه په یوه اوونۍ کې ماته شوې او هېڅ د افغانستان په مقابل کې ژمن نه دى، تل یې له افغانستان سره ټکر ته دانګلی او په دغه ټکر کې یې بیا داسې ګټې لټولې، چې لومړى خپله د پاکستانی وګړو او بیا د سیمې او نړۍ په زیان تمامې شوې دی! که اوس هم پاکستان د امریکا د فشارونو په دوام کې د افغان سولې لپاره ژمنې عملی نه کړی او د افغانستان، هند او سیمې په وړاندې له ناوړې او دوه مخې پالیسۍ تېر نه شی، نو په اوسنی دریځ کې یې سخت زیانونه دی! پاکستان په همداسې حال کې د پاکستان د سوکالۍ او تل پاتې روا ګټو لپاره ښه فرصتونه په واک کې لری، چې د دې لپاره یې سالم رقابت او متقابلې بنسټیزې همکارۍ ته رابولی! دا اوس په پاکستان پورې اړه لری، چې څه کوی، په سالم رقابت کې د خپلې هوساینې او اقتصادی پیاوړتیا لپاره تل پاتې روا ګټې لټوی، که نور هم د ترهګرۍ او اورپکۍ په پاللو کې ځان ډوبوی او له سیمې او نړیوالې ټولنې د انزوا خواته ځی! خو پاکستان باید خپله پوره پالیسی بدله کړی او د خپلې هوساینې لپاره را میدان ته شی! موږ وینو، چې پاکستان د نړۍ د ګڼو هېوادونو پور وړى دى، په تېره بیا د چین ، پاکستان نه یوازې ،چې دا پورونه نه شی ورکولى، بلکې د چین د پنځه میلیارډو ډالرو د پور کلنى سود هم نه شی پرې کولى! خو بیا د پاکستان واکمنان څنګه په تقابل کې خپله هوساینه لټوی؟ په داسې حال کې ،چې اوس نړۍ بدله شوې او د بل په کور کې له جګړې پاللو د ګټو مهال پاى ته رسېدلى او هغې مفکورې د نړۍ ډېرو کبرجنو ته سخت نه جبرانېدونکی زیانونه اړولی دی. رپوټونه وایی، چې پاکستان له امریکا سره د طالب پر سر معامله کړې او په دې معامله کې یې شپږ میلیارد ډالره پر امریکا منلی، چې تېره جمعه یې له دې درکه یو میلیارډ ډالر تر لاسه کړی هم دی اوپه دې توګه یې طالبان پر امریکا وپلورل، خو یوازې یې په قطر کې طالبان له امریکایی پلاوی سره خبرو ته کېنولی دی. دا به وروسته ولیدل شی، چې پاکستان څومره په دې معامله کې ژمن او رښتینى دى ، خو امریکا د پاکستان په دوه مخی سیاست پوره پوه ده، دا پیسې به پاکستان ته د افغان سولې په بشپړ تحقق کې ورکړی! خو په دې هم څه نه کېږی، پاکستان له ژور اقتصادی بحران سره مخ دى، نولس میلیارډه ډالر اقتصادی کسر لری، چې ښایی پنځه کاله وروسته پاکستان د اوسنۍ ناوړې پالیسۍ له امله د نابودۍ کندې ته ولوېږی. ښه او غوره دا ده، چې پاکستان له دې وروسته د افغانستان پرضد د طالبانو او نورو ترهګرو له لوبولو او جنګولو لاس واخلی او طالبان دې هم دپاکستان له ناولې غېږې څخه راجلاشی اوله پاکستان او ترهګرو سره دې له ژورو اړیکو لاس واخلی اوپه خپل دغه ویاړلی ، تاریخی او لرغونی هېواد کې دې د سولې له بهیرسره یوځاى شی او دخپلو نورو وروڼو سره دې اوږه په اوږه ددغه جګړه ځپلی او کڼدواله شوی هېواد په بیا رغولو او آبادولو کې فعاله ونډه واخلی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید