روزنامه هیواد

امریکا ته ۱۵۰۰ ورغلی سرتېری قرنطین شول

امریکایی ملټری ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې پنټاګون له افغانستان او نورو سیمو ۱۵۰۰ بېرته ورستانه شوی سرتېری قرنطین کړی دی.د دغې ورځپاڼې د راپور په اساس په دغو قرنطین شویو سرتېرو کې یې ۳۰۰ تازه په تازه له افغانستانه امریکا ته تللی دی.امریکایی چارواکو ویلی چې دوی به تر ۱۴ورځو پورې په کلیفورنیا کې په یوه نظامی اډه کې قرنطین وی.ملټری ټایمز لیکلی چې په دغه سرتېرو کې د کورونا ناروغۍ نښې نښانې نه لیدل کېږی خو امریکایی پوځ د احتیاطی تدابیرو له مخې دغه پرېکړه کړې ده.امریکا داسې مهال له افغانستان ورستانه شوی سرتېری قرنطین کوی چې افغانستان کې د کورونا ناروغۍ ۱۶مثبتې پېښې ثبت شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید