روزنامه هیواد

امریکا ته د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د صدراعظم سفر او په وړاندې یې غبرګونونه

سمېع الله سمېع

دویمه برخه

کابل ته د خلیلزاد سفر:

 دافغان سولې په اړه دامریکا ځانګړى استازى خلیلزاد ، دزمری په لومړۍ نېټه کابل ته راغى . خلیلزاد په کابل کې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د سرته رسیدلو په اړه یې ولسمشر محمداشرف غنی ته معلومات ورکړل، په دغو خبروکې ولسمشر غنی له خلیلزاد ،څخه وغوښتل چې د څو ورځو لپاره په کابل کې پاتې شی. په دغې کتنه کې ولسمشر غنی له خلیلزاد سره د ټرمپ پر وروستیو خبرو مشخص وغږیده او د نوموړو خبرو وضاحت یې وغوښت.

له ولسمشر غنی سره دلیدنې پرمهال خلیلزاد وویل، چې ټول تمرکز یې دافغان جګړې پر پاى ته رسولو او دسولې پرټینګښت دى اوټرمپ په متحدو ایالاتو کې د پاکستان صدراعظم ته په څرګندونو کې وویل، چې دافغانستان د جنګ د پاى ته رسولو لپاره هېڅ ډول پوځی معقوله لاره وجود نه لری. خلیلزاد وویل: زه کابل ته راغلم زما تمرکز په دې دى، چې یوه لاسته راوړنه ولرو، سوله ټینګه شی او جګړه پاى ته ورسېږی.

د پخوانی ولسمشر حامدکرزی دجمهوری ریاست د دفترد رییس غبرګون:

 عبدالکریم خرم دویسا ورځپاڼې له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې افغانان باید په واحد غږ دټرمپ د وروستیوتوهینوونکو څرګندونو په وړاندې کلک غبرګون وښیی. نوموړى وویل: چې افغانان په ځانګړې توګه سیاستوال دې د ټرمپ دخبرو په غبرګون کې له افغانستانه د دوى دوتلو غږ اوچت کړی.

د ټرمپ د سپکو خبرو په وړاندې دپخوانی ولسمشر حامدکرزی غبرګون:

 پخوانی ولسمشر حامدکرزی هم په خپل غبرګون کې وویل: د ټرمپ وروستۍ خبرې دا ښیې چې هغوى انسانى ژوند او کرامت ته هېڅ درناوى نه لری.امریکا دوه کاله مخکې پر افغان خاوره د بمونو د مورپه استعمالولو سره دافغانستان دخلکو د ملی حاکمیت او د بشردوستانه ارزښتونو په اړه خشن نیت نندارې ته وړاندې کړ.

 همدارنګه دافغانستان دمشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار په خپل غبرګون کې وویل، چې تراوسه هېڅ زبرځواک نه دې توانیدلى  چې (( امپراتور ماتوونکى افغانستان )) د مځکې له مخې محوه کړی ،افغانان دهغه چاپه وړاندې درېږی چې پرخاوره یې یرغل وکړی.

د جهادی رهبر استاد سیاف غبرګون:

 استاد سیاف د ټرمپ دخبرو په غبرګون کې وویل: داسې ښکاری چې ټرمپ دافغانانو تاریخ نه دى لوستلى  او ترې ناخبره دى.

د طالبانو غبرګون:

د طالبانو له خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلی: (( د ټرمپ دا دریځ چې نه غواړی نور په افغانستان کې د پولیس رول ادا کړی او دا جګړه له یو بشپړ ملت سره ده، چې ددې ملت په ژوندیې نشى ګټلاى

 امریکا ته د پاکستان د صدراعظم
د سفر په اړه د پاکستان د یو پخوانی سفیر څرګندونې:

په امریکا کې دپاکستان پخوانى سفیر حسین حقانى په افغانستان کې له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې وویل: په افغانستان کې واقعی سوله هغه وخت راتلاى شی، چې پاکستانی او امریکایی استخبارات په دغه هېواد کې لاسوهنې بندې کړی.حقانی زیاته کړه: زما په اند طالبان یوازې له امریکا سره خبرې کوی او کله چې امریکا ووځی ، دوى غواړی افغانستان په زور ونیسی.دسیاسی چارو یو شمېر شنونکی هم امریکا ته دعمران خان دوروستی سفر په اړه په دې نظر دی ، چې پاکستان له امریکا څخه د افغان جګړې دنوی پړاو بله پروژه اخیستې اومشران یې واشنګټن ته دهمدې لپاره تللی ، چې امریکا بیا په خپلې اجرتی قاتلانه دندې اخیستلو قانع کړی.

د ټرمپ دخبرو په اړه د امریکا یی سیاسیونو غبرګون:

دامریکا دجان پکنز یونیور سټی د نړیوالو څېړنو یو پروفیسور اوسیاسی څېړونکى ډانیل مارکی د ټرمټ د څرګندونو په اړه وویل، ولسمشر ټرمپ د افغانستان د موضوع حل ته یوازې له دوه اړخه ګوری. ټرمپ په تکرار سره په افغانستان کې د امریکى پالیسی داسې ښکاره کوی، چې ګنې یو اړخ ته د پاکستان په مرسته د  سوله ییزو مذاکراتو او بل اړخ ته د لسو میلیونو بېګناه وګړو دوژنې ترمنځ باید یو انتخاب کړی.

د امریکا د پوځ یومتقاعد جنرال بادی آرمکا فری، په افغانستان کې دلسو میلیونو خلکو احتمالی وژل یوجنایت ګڼی. هغه لیکی. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ټرمپ دا عجیب بحث چې په افغانستان کې دامریکا له خوا داتمی بم  داستعمال او د لسو میلیونو کسانو د وژل کېدو په هکله و، ترټولو غیرمسوولانه خیالات دی.

 امریکایی سیاسیونو د ټرمپ څرګندونې ډېرې احمقانه وبللې.

په دې اړه دارګ  له مانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغللی، چې افغانستان دتاریخ په اوږدوکې له څو بحرانونو راوتلى دى، د افغانستان ملت هېڅ بهرنى قدرت ته دخپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې اونه به یې ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید