روزنامه هیواد

امریکا به زموږ غوښتنو ته تسلیمېږی

د ایران ولسمشر حسن روحانی وایی امریکا به حتمی د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږی.حسن روحانی د ملګرو ملتونو د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت ددغه سازمان عمومی غونډې ته د خبرو پر مهال ویلی :د ایران حکومت او ملت په حقه دی او هېڅ وخت به د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شی.ده ویلی : د امریکا راتلونکی ولسمشر به ارو مرو د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږی او ددغه هېواد حقوقو ته به درناوی کوی.نوموړی پر نړیوالو غږ کړی، چې د امریکا د ځانغوښتنې مخه ونیسی او له غیر قانونی فشارونو یې مخنیوی وکړی.روحانی داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې دوه ورځې وړاندې امریکا تازه بندیزونه ورباندې وضع کړل او ایران یې په سیمه کې د ترهګرو ستر ملاتړی وباله.

ممکن است شما دوست داشته باشید