روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا برېتانیا او کاناډا پر منسک نوی مالی بندیزونه ولګول

د بلاروس د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو د یو کلنی کالېزې په ترڅ کې امریکا ، برېتانیا او کاناډا وړمه ورځ پر منسک نوی تجارتی او مالی بندیزونه ولګول.د تېر کال د اګسټ په نهمه په دې هېواد کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول، چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکا شینکا بیا ځان ګټونکی اعلام کړ.د هغه مخالفان وایی: په دې انتخاباتو پراخه درغلی شوې او پر ضد یې پراخې مظاهرې واټونو ته را اېستلی.له دې مخکې هم نړیوالو د بلاروس پر مستبد مشرالکساندر لوکاشینکو، د هغه پر نژدې کړۍ او یو شمېر ادارو او شرکتونو بندیزونه لګولی و.د راپورونو له مخې د منسک د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې له ۳۲ زرو زیات کسان نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید