روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا باید پر افغانستان پر بندې کړې مرستې له سره کتنه وکړی

تېره پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه داسې خبرونه خپاره شول،چې د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت وایی، په افغان حکومت کې د فساد او مالی ناکام مدىرىت له کبله ۱۰۰ مىلىونه ډالره مرسته بېرته بندوی.  د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پومپىو په بىان کې وىلی، دا پىسې افغانستان ته د څو سترو برېښنایی پروژو لپاره ورکول کېدې، خو ولىدل شول چې په افغان حکومت کې فساد زىات او مالی مدىرىت ىې کمزورى دى، نو ځکه دوى دا پیسې بېرته د امرىکا خزانې ته راستنوی او کابل ته ىې نه ورکوی: (( ټاکل شوې وه چې په دې پیسو د پنځو سبسټېشنونو جوړولو او د غزنی – کندهار او کجکی – کندهار د انرژۍ بندونه او لوىې پروژې ورغول شی.)) ښاغلی پومپیو زىاته کړې چې دا کار د تدارکاتو په ملی اداره کې د شفافىت د نشتون له کبله کوی: (( موږ په تمه ىوو چې افغان حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې ځان ثابت کړی که افغان مشران دا کار نشی کولى نو باىد چې حساب ورکړی.)) د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت وىلی ، سږ کال به دوى د افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې له څارونکې ادارې ىا مىک سره هم خپلې مالی مرستې ودروی. افغان حکومت لا په دې تړاو څه نه دی وىلی، خو شنونکی وایی، دا کار امرىکا پر افغان حکومت د فشار له کبله کړى،چې د غنی حکومت لا ضعىفه ښکاره کړی. افغان حکومت بیا د فسا د مخنیوی لپاره ډېر استدلال لری، د ولسمشر او کورنیو او نړیوالو څارونکیو په حضور کې د ملی تدارکاتو هر تړون روڼ او د حساب ورکولو لپاره چمتو دى، په دې کې د ستر فساد مخنیوى شوى او افغان حکومت له نېکه مرغه اوس پیاوړى ظرفیت ایجاد کړى، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې  هره پیسه، په خپل ځاى لګوی او حساب یې ورکوی، خو دلته خبره بله ده، له بده مرغه امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې ډېرې سترې تېروتنې وکړې، چې له امله یې نن هم د ترهګرۍ ضد مبارزه، له ستونزو سره مخ ده او خپله امریکا په کې زیان وینی، اوس له همدې امله د امریکا سیاست او پوځی تګلاره تر پوښتنې لاندې ده او په خپله په امریکا او نړیواله ټولنه کې د هغوى دا سترې تېروتنې یادېږی. موږ یې دلته دوې بېلګې یادوو، کله چې له افغانستانه پاکستان ته ماتې خوړلې ترهګرۍ مخه کړه، نو د امریکا په وړاندې پاکستان ځاى ورکړ او نن یې هم د افغانستان او امریکا په شمول، د ټولې سیمې او نړۍ لپاره سرخوږى جوړ کړى دى. امریکا باید لکه د طالبانو امارت، همداسې د پاکستان حکومت هم د ترهګرۍ د ملاتړ له امله نړولى واى او د ترهګرۍ پل یې پسې اخیستى واى او بېرته یوځل بیا راټولېدا ته یې نه واى پرې اېښې. دا هر ځه د دې لامل شول، چې امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له ناکامۍ سره مخ ده، بله دا چې کله افغان حکومت د ترهګرۍ پر ملاتړی هېواد، پاکستان فشار راوړی، او د دغه فشار لپاره وړاندیز کوی، نادیده ګڼل کېږی!؟ افغانستان پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو لپاره تصمیم ونیو، د دې لپاره بودیجه په کار وه او تر څنګ یې په کابل کې پر سیند د بل بند لپاره تصمیم نیولى ، نو امریکا یې د پاکستان د خوشحالولو لپاره مخالفت کوی!؟ په کار خو دا وه، چې امریکا د ترهګرۍ د ملاتړی هېواد پاکستان نظام، هم نسکور کړى واى، خو له بده مرغه ،چې ورسره مرسته کوی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د لومړی وزیر او دغه راز دپوځ دمشر په پسته خوله په ډېره اسانۍ سره دوکه وخوړه او د دې په ځاى ،چې له پاکستان سره د ترهګرۍ د ملاتړ له امله معامله وکړی، ولسمشر ټرمپ ، پر افغانستان سترګې سرې کړې او د افغان ولس د وژنې ګواښ یې وکړ! د دې په څنګ کې امریکا پاکستان ته د بلوڅ ملتپال ځواک مخه ونیوه او دا ځواک یې د ترهګرۍ په تور لېست کې شامل کړ!؟ دا او دې ته ورته نورې ډېرې تېروتنې شته، چې د امریکا پوځی حضور یې اوږد کړى او د ترهګرۍ ضد مبارزه یې ټکنۍ کړې څه ،چې دا ترهګری یې اوس پر پاکستان سربېره، ایران او روسیې ته هم حواله کړې او هغوى یې په ښکاره توګه ملاتړ کوی! اوس د تېر په پرتله، د ترهګرۍ ضد مبارزه ځکه سخته شوې، چې پاکستان، ایران او روسیه یې ملاتړ کوی! خو لا هم وخت نه دى تېر، امریکا باید پر افغانستان دا سل میلیونه ډالری مرسته بنده نه کړی، بلکې د نورو پوځی، اقتصادی او پراختیایی پروژو په رغاولو او جوړولو کې له افغانستان سره مرستو ته زور ورکړی، په پوځی برخه کې د ځانګړیو ځواکونو شمېره لوړه کړی،هوایی ځواک په عصری توګه ورغاوی او د اوبو لګولو او برېښنا بندونو په جوړولو کې له افغانستان سره اوږه په اوږه کار وکړی. دا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې مهم کارونه دی، چې باید امریکا یې وکړی، نه دا چې پر افغانستان نورې مرستې هم بندې کړی، ځکه افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره په لومړۍ کرښه کې ښکېل دى. امریکا باید د دې سل میلیونو ډالرو مرستې پر بندولو له سره کتنه وکړی، وایی شپېته میلیونه ډالره نور هم ورسره بند شوی دی، دا د دښمن په ګټه ګام دى، د هغه دښمن په ګټه، چې د ترهګررۍ تر څنګ ولاړ دى!

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید