روزنامه هیواد

امریکا باید د خپلې ستراتېژۍ په ارزولو کې د ترهګرو د  ځالو په له منځه وړلو ډېر تمرکز وکړی

رپوټونه وایی، چې امریکا د افغانستان او سویلی اسیا لپاره پر هغې ستراتېژۍ له سره کتنه کوی، چې د تېر میلادی کال په اګېست میاشت کې یې له اوږده ځنډ ، شپږو میاشتو وروسته اعلام کړه، هغه وخت د امریکا پر ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکې دا وې، چې د افغانستان او سویلی اسیا په اړه د ستراتېژۍ په جوړولو کې یې ځنډ وکړ، خو هغه ستراتیژی د افغانستان لپاره ډېره مهمه وه، ولسمشر ټرمپ د افغانستان دښمنانو ته په ډاګه کړه، چې افغانستان یوازې نه پرېږدی، بلکې د ترهګرۍ پر ملاتړو به فشار راوړی او هغه ډلې به وځپی، چې د افغانستان د نظام په وړاندې خنډونه جوړوی. له همدې امله افغان حکومت د هغې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ، په دې ستراتېژۍ کې راغلی ،چې په افغانستان کې دې د امریکایی ځواکونو شمېره لوړه شی، په افغانستان کې دې د امریکا په مشرۍ د ناټو قوماندانانو ته ډېر واک ورکړل شی، چې پوځی لاره خپله کړی، په دې کې د هوایی ځواک کارول د پام وړ دی، د دې لپاره آن له عراقه د امریکا جنګی الوتکې را واستول شوې. د افغان ځواکونو روزنه، پیاوړتیا او په تېره بیا د هوایی ځواک پیاوړی کول هم د دې ستراتېژۍ مهم ټکی دی، د افغانستان په هوایی ځواک کې ستر بدلون راغى او د افغان ځواکونو ملاتړ پراخ شو، نو پر وسله والو طالبانو او دغه راز پر ترهګریزو ډلو بریدونه ډېر شول. آن له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته په قبایلی سیمو کې هم هغوى په نښه شول. پر پاکستان ډېر فشار راوړل شو، دا فشار د تمې پر خلاف و، پاکستانی چارواکو ډېرې هلې ځلې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ښاغلى ټرمپ هم تېر باسی او د هغوى غولوونکې خبرې یې پام بلې خواته کړی، چې ګنې پاکستان خو له امریکا سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې ملګرى و، خو د امریکا ولسمشر یې خبره ونه منله، په هر حال اوس د امریکا چارواکی وایی، چې پر دې ستراتېژۍ له سره کتنه کوی، یعنې پر هغو برخو ډېر تمرکز کوی، چې سمې پایلې یې نه دی ورکړی، دا د پاکستان هغه ضدیت دى، چې پرې له راغلو بندیزونو سره سره یې د ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړ نه دى پرېښى. امریکایی چارواکی هم په همدې اړه اندېښمن دی، ښایی په دې ستراتېژۍ کې پر پاکستان د لا نور فشار اچولو تابیا وشی، امرىکایی چارواکی وایی: د افغانستان او سىمې لپاره د خپلې ستراتىژۍ له اعلامه ىو کال وروسته پر دغې ستراتىژۍ له سره کتنه کوی، چې په کومو برخو کې ډېر کارته اړتىا ده.د امرىکا د مرکزی قوماندانۍ مشر جنرال جوزىف ووټل په واشنګټن کې خبرىالانو ته وىلی ،چې د نوې ستراتىژۍ په رڼا کې پرمختګ شوى او په ټوله کې دا ستراتىژی برىالۍ ده.(( ډېر څه پر سم لوری روان دی، خو ځىنې داسې برخې هم شته چې زموږ له تمې سره سم چټک پرمختګ په کې نه دى شوى، موږ به پر همدې برخو تمرکز وکړو. زما له نظره د ستراتىژۍ په رڼا کې پرمختګ شوى او په ټوله کې لوى بدلون ته اړتىا نشته.)) نوموړی د افغانستان په برخه کې د پاکستان پر رول هم ټىنګار وکړ او وىې وىل ،چې د پاکستان له خوا د مرستې نښې لىدل شوی، خو لا هم ډېر څه ته اړتىا ده چې دغه هېواد ىې باىد په افغانستان کې دامن او ټىکاو لپاره وکړی.د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوځی برخه او د سولې په تړاو روانو خبرو کې پرمختګ شوى، خو اړتىا ده چې پاکستان پر طالبانو او حقانې شبکې چې د دوى په خاوره کې مېشت دی فشار ته دوام ورکړی. د افغان حکومت له خوا له طالبانو سره د اوربند مثبتې پایلې هم په پام کې نیول شوې دی، له همدې امله امریکا له طالبانو سره د سولې دخبرو ملاتړ کوی، په دې اړه جنرال ووټل وایی: په تېر اختر کې رامنځته شوی اوربند او د افغان ولسمشر له خوا طالبانو ته د بې قىد او شرطه  خبرو د وړاندىز په رڼا کې بېسارى فرصت رامنځ ته شوى. له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بل څه دى، چې په دې ستراتېژۍ کې به ورته پام وشی، له همدې امله امریکا اعلام وکړ، چې له طالبانو سره خبرو ته تیار دی، خو د افغان حکومت په مشرۍ به د سولې لړۍ پر مخ ځی او امریکا به د دې لپاره مرسته کوی او لارې به هواروی. افغان حکومت د امریکا د دغه پلان هرکلى کوی او وړاندیز هم دا دى، چې د ترهګرو پر ځالو دې د بریدونو تمرکز وشی، پر پاکستان فشارونه ژر پایلې نه ورکوی،له همدې امله دې له پاکستانه تمه نه کېږی. په پاکستان کې دې د امریکا په مشرۍ د ناټو هوایی ځواک د ترهګرۍ ځالې په نښه کړی، دا د افغانانو لویه غوښتنه ده، بل دا چې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره دې له دې هم پراخې هلې ځلې وشی، کله چې کورنی ځواکونه پیاوړی وی او ښه هوایی ځواک ولری، نو طالبان بیا اړ دی، چې له ضعیف موقفه د سولې لاره خپله کړی. البته په دې برخه کې د امریکا ، ناټو او نړیوالې ټولنې له مرستو او ملاتړه د زړه له تله منندوى یو، ناټو تېره پنجشنبې په بروکسل کې اعلام وکړ، چې د افغان ځواکونو مرستې ،روزنې او پیاوړتیا ته به تر ۲۰۲۴ م کال پورې نور هم زور ورکړی. دا د افغان حکومت او ولس لپاره مهم اعلام او ستر ملاتړ دى، چې ناټو اعلام کړ، خو د امریکا ستراتیژی باید داسې و ارزول شی، چې ستونزې له منځه یوسی او بالاخره د افغانستان لپاره مثبته تمامه شی.

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید