روزنامه هیواد

امریکا او روسیه: د طالبانو د امارت بېرته رامنځته کېدل نه غواړو

د امریکا متحد ایالتونه او روسیه وایی: په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف له طالبانو سره د سولې د هوکړې ملاتړ کوی، خو زیاتوی چې د طالبانو امارت بېرته رامنځته کېدل نه غواړی. له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته د امریکا حکومت او روسیې فدراسیون په  ګډه اعلامیه کې چې د «مارچ پر۶مه» خپره شوې ویلی چې د سولې د ټینګښت او د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره له افغان دولت، سیاسی مشرانو، مدنی ټولنو او طالبانو سره کارکولو ته ژمن دی. روسیې او امریکا ویلی چې د افغان حکومت د سیاسی او اقتصادی ملاتړ ترڅنګ په نورو برخو کې هم له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی. امریکا او طالبانو د تېرې «فبرورۍ پر۲۹مه» په افغانستان کې د امریکا د ۱۹کلنې جګړې د پاى ته رسولو په هدف په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ. روسیې  د یاد تړون تر لاسلیک وروسته ویلی چې له یادې هوکړې ملاتړ کوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوی: (( نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه اسلامی امارت په رسمیت نه پېژنی. او همدارنګه نړیواله ټولنه د اسلامی امارت بیا رامنځته کېدل نه غواړی.))  په دغې اعلامیه کې سولې ته د رسېدو لپاره پر «بین الافغانی» خبرو ټینګار شوى: (( له ټولو افغانانو څخه غواړو چې د متقابلو اندېښنو د رفع کولو په هدف چې د بندیانو ازادول او د اوربند ټینګېدل دی ژر تر ژره خبرو ته حاضر شی.)) یادو هېوادونو د سولې خبرو په هدف د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالی پر کمېدو هم ټینګار کړى دى. د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د بین الافغانی خبرو تر پیلېدو وړاندې، چې ټاکل شوې د مارچ پر لسمه پیل شی د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه خوشی شی. افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په وار وار د طالب زندانیانو له خلاصولو سره مخالفت ښودلى دى،  خو د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی: که د هوکړې له مخې طالب بندیان خوشی شی دوى د مارچ پر لسمه بین الافغانی خبرو ته چمتو دی، که دا کار ونه شی پړه به یې د نوموړی په وینا د نورو په غاړه وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید