د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایی، کندهار کې د انارو د حاصلاتو له زیاتېدو سره امریکایی او اروپایی هېوادونو ته د انارو د جوس او د انارو د صابون صادرات ډېر شوی دی.د دې وزارت ویاند جواد دبیر وایی، روان لمریز کال کې په کندهار کې د انارو د جوس محصولات څه د پاڅه ۱۰ ټن او همدا شان د انارو صابون تولیدات نږدې ۸ ټنو ته رسېږی.د ښاغلی دبیر پر وینا: په همدې موده کې کې د انارو جوس، صابون ترڅنګ د یادې میوې ۶۰۰ټن دانې هم چې روغتیایی او د سینګار محصولاتو کې کارول کېږی بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوی.نوموړی زیاتوی: اوسمهال په کندهار کې د انارو جوس او د صابون تولیداتو کارخانو ډېرېدو سره دغلته لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر په پرتله په نړیوال بازار کې د کندهار انار و ښه بازار موندلی او د وزارت رهبرۍ کار کوی څو دا پروسه لا وغځوی.