روزنامه هیواد

امریکا افغانستان ته د مصنوعی تنفس ۱۰۰ ماشینونه ورکړی

امریکا په افغانستان کې له کورونا وبا سره د مبارزې کمېټې ته د مصنوعی تنفس ۱۰۰ ماشینونه ورکړی دی.په افغانستان کې د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې اداره وایی: دا عصری تنفسی ماشینونه د امریکا په کینزاس ایالت کې تولید شوی دی.ددې ادارې د معلوماتو له مخې، دا ماشینونه به ډېر ژر د هغو کسانو لپاره چې افغانستان کې په کورونا وبا اخته دی او په بد وضعیت کې قرار لری وکارول شی.دغې ادارې ویلی، د نورو ادارو ترڅنګ به د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړی.د مصنوعی تنفس دا ماشینونه وروسته تر هغه افغانستان ته ورکول کېږی چې پخوا بهر ته د ګڼ شمېر وینټلاټورونو د قاچاق راپورونه ورکړل شوی وو.د راپورونو له مخې، د قاچاق شویو ماشینونو څخه یو شمېر یې په پاکستان کې لیدل شوی، چې په ارزانه بیه بېرته پلورل کېږی ،خو د افغانستان حکومت بیا دغه راپورونه رد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید