روزنامه هیواد

امریکایی کمپنۍ وایی، د کورونا لپاره یې درمل جوړ کړی

د امریکا په کلیفورنیا کې د بیایو ټیک (بیوټکنالوژۍ) د کمپنۍ ساینسپوهانو داسې انټی باډی موندلې چې د دوی پر وینا د کورونا ویروس بشپړه مخه نیسی.د فاکس نیوز چاینل د راپور له مخې، د کلیفورنیا په سن دییګو کې (Sorrento Therapeutics) کمپنۍ ادعا کوی د دوی (STI-1499) انټی باډی سل په سلو کې کورونا ویروس نه پرېږدی چې د انسان روغو حجرو ته ننوځی.دا کمپنۍ د نیویارک د (Mt Sinai School of Medicine) له طب پوهنځی سره په ګډه کار کوی ،چې دا انټی باډی له ګڼو نورو سره یوځای کړی او د ټولو له ګډولې درمل جوړ کړی.سورنیتو (Sorrento) کمپنۍ په خبرپاڼه کې ویلی، په میاشت کې تر ۲ لکه ډوزه پورې انټی باډی جوړولی شی. دا درمل له دې کبله مهم دی، چې د کوویډ ۱۹ لپاره تر واکسین ژر جوړېږی او بازار ته راوځی.ګومان نه کېږی چې واکسین دې په یوکال یا یوه نیم کال کې جوړ شی. که څه هم راپورونه وایی چې کاناډا د واکسین په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید