روزنامه هیواد

امریکایی پلاوى د افغانستان په اړه له طالبانو سره کومو هوکړو ته رسېدلى!

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ویلی، چې په قطر کې د اووم پړاو خبرو په لړ کې له طالبانو سره د سولې لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوى. په افغانستان کې د سولې لپاره د مذاکراتو په اړه د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد د شنبې په ماښام پر ټوېټر وىلی چې د تېرو ورځو خبرې تر اوسه پورې د نورو مذاکراتو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرې: (( له افغانستانه د امرىکاىی ځواکونو د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې تضمین، په بىن الافغانی خبرو کې د طالبانو ګډون او د اوربند مسئله.)) هغه څه یاد شوی، چې خلیلزاد یې لاسته راوړنې یادوی، خو دا د هغوى خپلې خبرې دی، په اصل کې په دې اړه له افغان ولس او مدنی ټولنې په تېره بیا له افغان حکومت سره کومه مشوره نه ده شوې او د اووم پړاو خبرو له جریانه لرې او ګوښه ساتل شوی دی. بل اړخ ته امریکایی چارواکو ویلی، چې له افغانستانه په لنډ مهال کې د وتلو پر پلان له طالبانو سره هوکړې ته نه دی رسېدلی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم فاکس نیوز تلوېزیون ته په وروستۍ مرکه کې ویلی، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته داسې ضمانت نشته، چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ پر ځالې بدل نه شی! له همدې امله په قطر کې د امریکایی پلاوی کړنې او له طالبانو غیر مسوولانه غوښتنې دواړه تر پوښتنې لاندې دی، چې تل یې پرضد غږ پورته شوى او آن له امریکا سره د افغان حکومت د اختلاف سبب هم شوې دی. افغان ولس او حکومت په دې غوښتنه ټینګار کوی، چې باید له طالبانو سره د هغوى خبرې او په تېره بیا که هغوى کومې هوکړې ته رسېږی، باید د تړلو دروازو تر شا نه وی، د رسنیو په واک کې دې ورکړل شی او له دغه بهیره افغان ولس او حکومت خبر شی، سره له دې، چې ولسمشر محمد اشرف غنی په همدې اړه څو ځله خلیلزاد ارګ ته ورغوښتى او خبرې یې ورسره کړی، خو بیا هم زړه په زړه!؟ دا د سترې پوښتنې وړ مسئله ده، د امرىکا ځانګړی استازی د تېر کال د جولاى له مىاشتې راهىسې له طالب استازو سره خبرې پیل کړی ، چې په افغانستان کې یې د ترهګرۍ ضد له ۱۸ کلونو راهىسې جګړې ته د پاى ټکې کېږدی او بیا امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې بریا په رسمی توګه اعلام کړی، خو امریکا په دې کې تېروتنه کوی، داسې تېروتنه، لکه چې په نوییمه لسیزه کې یې چې په افغانستان کې د روسانو له ماتې وروسته وکړه ، بس په افغانستان کې یې د خپل رقیب، پخوانی شوروی اتحاد ماتې ولیده، خو له مسوولیته یې اوږه خالی کړه، د یوه دښمن لوری په غوښتنه یې افغانستان د بلا په خوله کې ورکړ، چې تر ننه افغانستان ناارام دى او درنه بیه یې امریکا هم ورکوی. نن هم که امریکا یوځل بیا افغانستان د بلا په خوله کې ورکوی، له هغې به هم سخت زیانونه وګالی. په داسې حال کې ،چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړه بری ته رسېدلې نه ده او لا پسې اوږدېږی، نو د امریکا له لوری له طالب ډلې د هغه ضمانت غوښتنه، چې ګنې په افغانستان کې د ترهګرۍ د یوځل بیا فعالیت مخنیوى کوی، دا په اصل کې د امریکا د خپل ځان ، افغانستان ، سیمې او نړۍ تېر ایستل دی، دا د امریکا په مشرۍ د ناټو او بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دنده او مسوولیت دى، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د بری تر بریده ورسوی، ترهګری، چې د ټول بشریت دښمنه پدیده ده، له منځه وړل یې د ګردې نړۍ ستر مسوولیت دى، دا چې امریکا د دې ترهګرۍ مخنیوى پر طالب ډله کوی او طالب ډله را ولاړوی، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مسوولیت وروسپاری، نو دا له افغان حکومت سره د ټولو تړونونو او د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره له نړیوالو ارزښتونو سرغړونه ده! امریکا د همدې ترهګرۍ پرضد دمبارزې په پلمه افغانستان ته راغلې او جګړه یې پیل کړې، خو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره یې ژمنه دا ده، چې هغوى به په افغانستان او هر هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوی او آن ملاتړی هېوادونه به یې نسکوروی، چې ترهګری پالی او د ترهګرۍ ننګه او ملاتړ کوی، خو اوس وینو چې امریکا له خپلې دغې نړیوالې ژمنې سرغړونه کوی او په پاکستان او د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګرۍ د ځالو او د ترهګرۍ د ملاتړیو هېوادونو پرضد ګام نه پورته کوی! د دې پر ځاى په افغانستان کې طالب ډلې ته یوځل بیا د فعالیت جواز ورکوی چې ګنې د ترهګرۍ پرضد د امریکا په مشرۍ د ناټو د مبارزې مسوولیت پر غاړه واخلی، په داسې حال کې، چې طالب ډله خپله ترهګرۍ ته احتیاج ده، د ترهګریزو ، ځانمرګو او غلچکیو بریدونو لپاره ترې مرسته غواړی. بل دا چې طالب ډله هم د ترهګریزې ډلې په څېر د پاکستان ملېشه ده، چې د امر تابع ده، هېڅ واک او اختیار نه لری او آن هغوى د خپلو افغانانو د وژنې د مخنیوی لپاره د اوربند پرېکړه هم نه شی کولى، بس د پاکستان له خوا په افغانستان کې د جګړې او وژنو لپاره پر شا ټپول کېږی او هېڅ سرغړونه یې له اوامرو هم نه شی کولى، نو په دغه راز حالت کې امریکا څنګه له طالب ډلې داسې ضمانت غواړی، چې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړی او یا د ترهګرۍ مخنیوى وکړی، چې له افغانستانه د امریکا او د هغوى د متحدینو پرضد ګام پورته نه کړی!؟ په اصل کې د امریکا دا غوښتنه او له طالب ډلې د ضمانت غوښتنه د خندا وړ ده! امریکا باید د قطر د خبرو پر اجندا له سره کتنه وکړی، که امریکا او متحدین یې په افغانستان او سیمه کې ترهګری له منځه یونه سی،نو د ترهګرۍ ضد مبارزې ګټونکې هم نه شی کېداى او که طالبانو ته دا منی، چې د هغوى د بادارانو د غوښتنې پر بنسټ بې مسوولیته له افغانستانه ووزی ،نو دا بیا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپل رقیب ته د امریکا د ماتې منل دی، نو دا به د ترهګرۍ ستونزه په نړیواله کچه نوره هم پراخه کړی او افغانستان څه ،چې ګرده نړۍ ترې خوندی کېداى نشی!

په افغانستان مدنی ټولنې او رسنیو پرون هم غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د قطر خبرې باید روښانه کړاى شی او باید دا خبرې نتیجه ورکړی، چې په افغانستان کې د بېړنی اوربند ، د ملی ګټو د احترام ، د سولې لپاره د باور جوړونې، د عدالت د په پام کې نىولو، پر ټاکنو د هوکړې او د ډیموکراټیک نظام د رامنځته کېدلو سبب شی او باید طالب ډله راضی شی ،چې دې غوښتنو ته سرونه ټیټ کړی، د مدنی ټولنې په وینا له دې پرته د سولې هر ډول خبرې او معاملې هېڅ ګټه نه کوی، بلکې د جګړې لمن لاپسې پراخېږی.

هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید