روزنامه هیواد

امریکایی سناتور: که ټرمپ ناکام شو په امریکا کې به ناورین رامنځته شی

سناتور ټیډ کروز خبرداری ورکړی ، چې که چېرته په راتلونکو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ناکام شی په هغه هېواد کې به د وینو ویالې وبهېږی.نوموړی زیاته کړې، د ده په ګډون ټول امریکایان اندېښمن دی، وضعیت په بېساری توګه کړکېچن دی، ځکه هر امریکایی چې وینې د وضعیت په اړه شکایت کوی او له ټاکنو وېره لری. د ده په خبره:امریکا تر اوسه له داسې وضعیت سره نه ده مخ شوې او پر وینا یې د دې ټولو اندېښنو لامل دیموکراټان دی ،چې خلک وېروی او هڅه کوی ډېر خلک په ټاکنو کې ګډون ونه کړی.کروز څرګنده کړې، دی هیله من دی چې راتلوتکی ټاکنې دوی وګټی او که چېرته داسې ونه شی ،نو امریکا کې به د واټرګیټ پېښه بیا تکرار شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید