روزنامه هیواد

امریکایی جنرال د افغان سولې پر خبرو بدګومانه دی

د امریکا د پوځ پخوانی مرستیال لوی درستیز وایی، خلک باید د ولسمشر ټرمپ د ادارې له لوری د افغانستان د سولې پر روانو خبرو شک ولری. څلورستوریز جنرال جک کېن، چې په ۲۰۰۳ م کال تقاعد شو او اوس د جګړې د مطالعاتو د انستېتیوت د مشرتابه پلاوی رییس دی، د چهارشنبې په ورځ د فاکس نیوز په (امریکا نیوزروم) خپرونې کې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د متحدو ایالتونو پر روانو هلوځلو خبرې وکړې. متقاعد جنرال کېن خبرداری ورکړ چې په روانو خبرو کې د افغانستان حکومت د طالبانو په ګټه څنګ ته پرېښودل شوی دی. «همدا وجه ده چې موږ شک لرو. موږ د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې قطعاً نه دی پیل کړې. دا به وضعیت بیخی پېچلی کړی، او باید اوږده لار په مخ کې ولرو.» ده دا هم وویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوی او هغه هېواد طالبان خبرو ته حاضر کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید