روزنامه هیواد

امریکایی استازى: په ۱۸ میاشتو کې د پوځیانو د وتلو پر مهالوېش موافقه نه ده شوې

د قطر په خبرو کې د امرىکایی پلاوی ىو غړى وایی چې دوى له طالبانو سره په خبرو کې پر دې سلا نه ده کړې چې امرىکایی پوځىان به په ۱۸ مىاشتو کې له افغانستانه وځی.د اسوشىتىد پرىس خبری اژانس د راپور له مخې، ىوه امرىکایی چارواکی د نوم د نه ښودلو په شرط ووىل چې امرىکا د سولې د موافقې د ىوې برخې په توګه له افغانستانه په ۱۸ مىاشتو کې د خپلو پوځىانو د اىستلو وړاندىز نه دى کړى.ده ووىل چې دا هغه مهالوېش دى چې طالبانو پخوا له ځىنو رسنىو سره پرې خبرې کړې وې.تر دې وړاندې واشنګټن پوست ورځپاڼې د طالبانو د ىوه مشر په قول وىلی وو چې امرىکا او طالبانو د قطر په اووم پړاو خبرو کې د ىوې مسودې پر چمتو کولو کار کوی او امرىکا هم په ۱۸ مىاشتو کې له افغانستانه د خپلو پوځىانو پر اىستلو موافقه کړې ده.د زلمی خلىلزاد په مشرۍ د قطر په خبرو کې د امرىکایی پلاوی ىوه غړی اسوشىتىد پرىس خبری اژانس ته وىلی، هغه موافقه چې اوس د امرىکا او طالبانو خبرې پرې روانې دی، هراړخىزه ده او د اوربند، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو د مهالوېش، په بىن الافغانی خبرو کې ګډون او همداراز له ترورېزم سره مبارزه پکې شامله ده.دا هغه خبرې دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امرىکا ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد هم اعلام کړې.  

خلیلزاد ویلی، چې طالبانو او خلىلزاد منلې چې د قطر د خبرو په اووم پړاو کې د پام وړ پرمختګ شوى دى.خو طالبان دا نه تاىىدوی چې له امرىکاىانو سره ىې د اوربند او د بىن الافغانی خبرو په اړه هم خبرې ىا موافقه کړې ده.سره له دې چې دواړه خواوې په خپلو خبرو کې پرمختګ تائىدوی ،خو له افغانستانه د امرىکایی پوځىانو د وتلو د مهالوېش په اړه هېڅ خوا رسماً څه نه دی وىلی.

دواړه خواوې اوس د دې لپاره خبرې نه کوی چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ خبرې کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید