روزنامه هیواد

امرىکا د اىران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرۍ په تور لېست کې شامل کړ

د امرىکا ولسمشر د اىران سپاه پاسداران انقلاب (( د ترورېستی سازمانونو په تور لېست کې )) شامل کړ.د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په اعلامىه کې ووىل چې واشنګټن به خپلو مالی فشارونو ته دوام ورکړی.امرىکا له دې وړاندې لسګونه تاسىسات او انفرادی کسان چې د اىران له سپاه پاسداران سره‌ىې اړىکې درلودې، د دغه هېواد په تور لېست کې شامل کړی وو.د امرىکا ولسمشر په اعلامىه کې وىلی چې د لومړی ځل لپاره متحد اىالتونه ىو بل حکومت د ترورېستی سازمان په توګه اعلاموی.ولسمشر ټرمپ زىاته کړه: (( دا بې‌سارى اقدام چې د بهرنىو چارو وزارت له‌خوا شوى، دا د هغه واقعىت څرګندونه کوی چې د اىران کړنې اساساً له نورو دولتونو څخه بېلې دی، که تاسو له سپاه پاسداران ځواک سره په کار او سوداګرۍ بوخت ىاست، ترورېست کېږئ.)) د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت واىی: دا پرېکړه به په ىوه اوونۍ کې عملی شی.ماىک پامپىو په واشنګټن کې رسنىو ته په وىنا کې ټولو بانکونو او سوداګرو ته خبردارى ورکړ چې له سپاه پاسداران سره معاملې ختمې کړی.ده زىاته کړه:(( موږ دا د دې لپاره کوو چې د اىران رژىم له ترورېزمه د دولت جوړونې د ابزارو په توګه کار اخلی. دا اىران له نورو حکومتونو بېلوی. دا تارىخی ګام به د نړىوال ترورېزم ملاتړى هېواد له مالی ملاتړه محروم کړی. هغه هېواد چې ترورېزم په ټوله نړۍ کې د مړىنې او بدبختۍ د پراخېدو لپاره د ىوې وسىلې په توګه کاروی.))دا اقدام د امرىکا تر واک لاندې سىمو کې د اىران د سپاه پاسداران ټولې شتمنۍ کنګل او امرىکاىان له هغوى سره له هر ډول معاملې راګرځوی.تر دغه اعلامه لږ وروسته د اىران دولتی ټلوېزىون اىرنا راپور ورکړ چې د اىران د ملی امنىت عالی شورا په لوېدىځې اسىا کې د امرىکا وسله‌وال ځواکونه د ترورېستی سازمان په توګه اعلام کړل.دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د اىران د بهرنىو چارو وزىر جواد ظرىف  له ولسمشر حسن روحانی څخه وغوښتل چې د امرىکا وسله‌وال ځواکونه په لوېدىځی اسىا کې د ترورېستی سازمان په توګه اعلام کړی.منتقدىن واىی: د امرىکا دا ګام ښاىی د هغو هېوادونو له‌خوا هم چې د امرىکا متحدىن نه‌دی، د ورته اقدام سبب شی.اسرائىلو د امرىکا د دغه اقدام ستاىنه وکړه.سعودی عربستان هم په ترورېستی سازمانونو کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی کړی دی.د سعودی د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې د امریکا دا پرېکړه د ترورېزم خلاف مبارزه کې جدی اقدام دی.سعودی په سیمه کې د ایران تر ټولو ستر سیال هېواد دی او دواړه د سوریې او یمن د جګړو په ګډون په سیمه‌ییزو سخړو کې د یو بل ضد دریځونه لری.د اىران سپاه پاسداران د ۱۹۷۹ مىلادی کال له اسلامی انقلابه راوروسته د رژىم د خوندىتوب په هدف جوړ شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید