روزنامه هیواد

امرىکا د افغان جګړې پاى ته رسول غواړی

د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پمپىو وىلی چې د افغان جګړې د پاى ته رسولو په هڅه کې دی ، پمپىو په امرىکا کې د پوهنتون محصلىنو ته په خبرو کې وىلی ، چې د امرىکا حکومت هڅه کوی چې په خپل تارىخ کې ترټولو اوږده جګړه پاى ته ورسوی او افغان حکومت د طالبانو سره  دخبرو مېز ته کښېنوی . نوموړی زىاته کړې ده چې امرىکا لپاره به دا ډېر لوى پرمختګ وی ،چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمىنه برابره کړی . د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت شپږ مىاشتې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړى استازى وټاکه چې تر اوسه ىې په قطر کې د طالبانو سره مخامخ پنځه غونډې کړې او په دې کې په ىو شمېر مساىلو کې توافق ته هم سره رسېدلى دى ، خو لا تر اوسه ىې هم معلومات نه دی په ډاګه شوی . دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره جمعه د (( الفتح )) په نوم عملىات پىل کړل ، چې تازه ملګرو ملتونو د امنىت شورا له لوری وغندل شول . همدارنګه ىاد عملىات درى ورځې وړاندې  د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد هم غندلی او له قطر ، پاکستانه ىې هم غوښتنه وکړه، چې د ىادو عملىاتو په وړاندې غبوګون وښىی . د روانې مىاشتې په ۱۱ مه هم د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پمپىو وىلی ، چې دوى پر طالبانو باور لری ،خو د سولې وروسته به ټول حالات له نږدې څاری . نوموړی همدارنګه زىاته کړې وه ، چې ىوازې پر طالبانو هم بې اعتمادی نه ده پکار، بلکې په افغانستان کې نورې هم داسې ډلې ټپلې شته چې خپل باور ىې له لاسه ورکړى دى .

ممکن است شما دوست داشته باشید