روزنامه هیواد

امرىکایی او قطری چارواکی پر افغان سولې غږېدلی

د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت د افغانستان د سولې په بهىر کې د قطر مرسته اغېزناکه بللې ده.د مرکزی او سوىلی آسىا په چارو کې د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت مرستىالې الىس وىلز تېره اوونۍ په دوحه کې له قطری چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه وغږېده. د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت وىاندې هىتر نیورت ووىل: (( الىس وىلز د قطر د صدراعظم له مرستىال او له نورو لوړ پوړىو چارواکو سره د افغانستان د وضعىت سره د هغوى د همکارۍ په اړه خبرې کړی دی. قطر په دې برخه کې ىو مهم او ارزښتناک ملګرى دى. د هغې د سفر ىو هدف هم همدا و چې د افغانستان سولې او افغان ځواکونو د تجهىز او سلا مشورې ورکولو په برخو کې د هغه هېواد د حکومت هلې ځلې وستایی.))قطر د طالبانو د سىاسی دفتر کوربه دى او وىل کېږی چې له طالب مشرانو سره ښې اړىکې لری. په دې وروستىو کې متحده عربی اماراتو او سعودی عربستان هم په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره هلې ځلې چټکې کړی دی.دغه دواړه هېوادونه بىا له قطر سره په جدی سىاسی شخړې اخته دی او قطر د ترهګرو په ملاتړ تورنوی.له قطری چارواکو سره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت د مرستىالې لىده کاته داسې مهال کېږی ،چې افغان حکومت تر بل هر وخت زىات له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هلې ځلې چټکې کړی دی او پر طالبانو هم نړىوال فشارونه زىات دی چې خبرې وکړې.څو ورځې مخکې نىوىارک ټاىمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې امرىکا خپلو ډىپلوماتانو ته وىلی ،چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو امکانات برابره کړی، خو امرىکایی چارواکو دا خبر تائىد کړې نه ده،خو طالبانو په وار وار وىلی، چې له امرىکا سره مخامخ خبرې کوی

ممکن است شما دوست داشته باشید