روزنامه هیواد

امرالله صالح: په حکومتی ادارو کې د فساد پرضد جدی مبارزې د پیل خبر ورکړ

د ولسمشرغنی لومړی مرستیال امرالله صالح په دولتی ادارو کې د فساد پر ضد د مبارزې مسوولیت هم په غاړه واخیست.امرالله صالح پرون په فېسبوک پاڼه خبر ورکړی، چې نور به په حکومتی ادارو کې د فساد پر ضد مبارزه هم د دوی د ټیم پر غاړه وی.امرالله صالح ویلی ،چې په دې تړاو ورته ولسمشرهم هدایت ورکړی او مبارزه به یې جدی وی.نوموړی پر هېوادوالو غږ کړی، چې دې برخه کې ورسره مرسته وکړی.امرالله صالح ویلی ، په دې تړاو به د هر پرمختګ اړوند معلومات له هېوادوالو سره په منظمه توګه پر وخت شریکوی.امرالله صالح داسې مهال په دولتی ادارو کې د فساد پر وړاندې دمبارزې مسوولیت په غاړه اخلی ،چې اوسمهال په دولتی ادارو کې د فساد په تړاو ډېر زیات شکایتونه شتون لری.د عامو خلکو غوښتنه هم دا ده، چې په دولتی ادارو کې دې د فساد مخنیوی وشی او حق حقدار ته وسپارل شی.اوس وبه لیدل شی ،چې امرالله صالح څومره په دې کار کې بریالی ثابتېدلای شی؟

ممکن است شما دوست داشته باشید