روزنامه هیواد

امرالله صالح: ټول بې اسنادو موټر دې د شهیدانو وارثینو ته وسپارل شی

د ولسمشر غنی لومړی مرستیال امرالله صالح وایی، چې ټول بې اسنادو موټر به د حکومت له خوا ضبط شی.امرالله صالح پر رسمی فېسبوک پاڼه لیکلی، چې دغه پرېکړه پرون د اوونۍ په غونده کې وشوه.د ښاغلی صالح په خبره، کلونه کېږی، چې بې اسنادو موټرو د مجرمینو په پلټلو او تعقیبولو کې ستونزې رامنځ ته کړې، نو ځکه یې د ضبط کېدو پرېکړه کړې ده.نوموړی موټر لرونکو ته خبرداری ورکړی، چې مالیی ورکړی او خپل موټر قانونی کړی، که نه له درېدو وروسه به د پولیسو په خدمت کې وی.د صالح د پر وینا: احتمال شته چې دغه موټر د حکومت له لوری تر ضبط کېد وروسته قانونی کړی او بیا یې د شهیدان د وارثینو په کورنیو وویشی.د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې په داسې مهال کوی، چې په پلازمېنه کابل کې د جنایی پېښو په زیاتېدو سره نوموړی ته د ولسمشر اشرف غنی په لارښوونه د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیت چارې ورسپارل شوی دی.امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی و، د قانون د تطبیق لپاره هېڅ ډول مصلحت په پام کې نه نیسی او پر غلو او جنایت کارانو به هېڅ رحم ونه کړی او زیاته کړې یې وه، چې کابل ښار کې د غلو، غاصبینو، مجرمینو او مافیایی کړیو لېست له پخوا چمتو شوی، چې ډېر زر به د قانون په عملی کېدو سره وضعیت ښه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید