روزنامه هیواد

امرالله صالح: د څو اوونیو لپاره د کابل امنیتی چارې پر خپله غاړه اخلم

امرالله صالح ویلی: د څو اوونیو لپاره د پلازمینې کابل امنیتی چارې مستقیماً په خپله مخته وړی.

د افغانستان د جمهور رییس لومړی مرستیال ښاغلی صالح دا خبره وړم بېګا ناوخته په فیسبوک پاڼه لیکلی.د کابل اوسېدونکی شکایت کوی، چې وسله والې غلاوې او شوکونې زیاتې شوی او په خلکو یې ژوند تنګ کړی.ښاغلی صالح ویلی خلک دې ډاډه وی ،چې د ده په خبره د غلو، اوباشانو، قانون ماتوونکو، مجرمینو او د مځکو د غاصبینو لېست مخکې له مخکې جوړ شوی او دی په هېچا ترحم نه کوی.دا څو وروستۍ ورځې د کورنیو چارو وزارت هم هره ورځ د لسګونه هغو کسانو د نیولو خبر ورکوی چې خلک لوټی.

ممکن است شما دوست داشته باشید