روزنامه هیواد

امرالله صالح : د پاکستان د ویزو کمېشن کاران به ژر ونیول شی

 د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت په تړاو په خپله پرونۍ غونډه کې وویل، چې د پاکستان ویزو کې د ګڼې ګوڼې ستونزه به ډېر ژر هواره شی.امرالله صالح پر فېسبوک پاڼه لیکلی، هغه کمېشن کاران چې له خلکو سره غیر انسانی چلند کوی او د خپلو ګټو په خاطر یې ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده، تر پېژندنې وروسته به ونیول شی او د قانون منګولو ته به وسپارل شی.د ځایی چارواکو پر وینا د تېرې چهارشنبې په ورځ جلال آباد ښار اړوند فوټبال لوبغالی کې د پاکستانی وېزو د ټوکنو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ ښځې مړې او ۱۳ نور ټپیان شول ،چې دې مسئلې په پراخه کچه د خلکو غبرګونونه راوپارول.ښاغلی صالح ویلی، چې په کابل ښار او ولسوالیو کې  د ترهګرۍ د پټې او ویدې هستې پر وړاندې، د خلکو بسیجول باید پیل شی.د ده پر وینا: په راتلونکو ورځو کې به د هغو ترهګرو عکسونه هم د ښار په دېوالونو ولګول شی، چې په ولسوالیو کې فعالیت کوی.صالح وایی: هغه کسان چې په کابل ښار، کې یې د خلکو قتل عامونه، تنظیم کړی او تر اوسه یې فکر کاوه، چې نومونه به یې یوازې په کتابونو کې پاتې وی امکان نه لری او د عکسونو تر نصبولو وروسته به خلک دوی وپېژنی او په نیولو او ځپلو کې به یې ونډه واخلی.د ولسمشر لوموړی مرستیال ویلی، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ترهګرۍ او جرمونو په برخه کې له افغان ځواکونو سره په ګډه خپلې مبارزې ته دوام ورکوی.ده زیاته کړې، چې د هغو کسانو د ځواکمنولو په اړه به روښانه او مشخصه طرحه په پام کې ونیول شی، چې د داعش ډلې د بریدونو له ګواښ سرهمخ دی.امرالله صالح د ګلبدین حکمتیار هغو څرګندونو ته په اشارې سره ویلی، چې د ملېشو جوړولو او وسلې د وېش په اړه کومه برنامه نشته.ګلبدین حکمتیار د روان کال د سنبلې میاشتې په ۷مه کابل کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې پر افغان حکومت نیوکه وکړه ،چې د سولې پروسې سره مخالفت کوی او زیاته یې کړه ،چې د هند په مرسته په کابل او شمالی ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو پر جوړولو کار کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید