روزنامه هیواد

امرالله صالح: د بشر حقونو کمېسیون دې نیوکې نه عملی کار دې وکړی

 امرالله صالح د افغانستان د بشری حقونو پر خپلواک کمېسیون نیوکې کړې او پر دغه کمېسیون یې غږ کړی، چې د بشر د حقونو د دفاع لپاره دې عملی کارونه وکړی.د ولسمشر لومړی مرستیال د چهارشنبې پر فېسبوک پاڼه لیکلی، چې پر کابل پوهنتون د برید په اړه نوی معلومات هم خپاره کړی.ښاغلی صالح لیکلی، دا ځل د رحمت الله په نامه کس چې په دغه جنایت کې یې مستقیم لاس درلود او د همدې هستې غړی د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی ، خو زیاتوی ،چې د اوس لپاره د محرمیت په خاطر د نیول شوی کس په اړه نور جزیات له خلکو سره نه شی شریکولی.نوموړی وایی: پر کابل پوهنتون او کوثر ښوونیز مرکز بریدونه په اصل کې د بشریت پر وړاندې ستر جنایت دی او موږ باید د افغانستان او نړیواله ټولنه د دغه جنایت کوونکو پر وړاندې سره منسجمه کړو.امرالله صالح د افغانستان د بشری حقونو پر خپلواک کمېسیون له نیوکو وروسته زیاته کړې، چې دغه کمېسیون باید نور خپل همېشنی عادت چې نیوکې کول دی پرېږدی او په دې برخه کې عملی کار وکړی.د ده په خبره افغانان له یاد کمېسیون څخه د راپور لیکولو پرته دا غواړی، چې له حقونو څخه یې په کلکه په نړیوالو ټولنو او نړیوالو بنسټونو کې هم دفاع او خبرې وکړی.د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتی، چې نور دې افغان وژنه پای ته ورسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید