روزنامه هیواد

امانویل مکرون د بلاروس رژیم د مخالفانو له مشرې سره وینی

ټاکل شوې ده د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د بلاروس رژیم د مخالفانو له مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا سره په لتوانیا کې ووینی.تیخانوفسکایا ادعا کوی ، چې دې په بلاروس کې د اګسټ د نهمې ولسمشریز انتخابات ګټلی او له ډېرې مودې واکمن الکساندر لوکاشینکا ته‌یې ماتې ورکړې.دا وروسته له هغه لتوانیا ته لاړه چې لوکاشینکا د لاریون کوونکو ځپنه پیل کړه. دی دا خبره ردوی ،چې انتخابات‌یې بایللی دی.لوکاشینکا په پټه د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د لوړې مراسم ترسره کړل او په نتیجه کې یې پر کور او پر نړیواله کچه غصه راوپاروله.لوېدیځ هېوادونه لوکاشینکا د بلاروس د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت نه‌پېژنی او له ده‌یې غوښتی ،چې په سوله‌ییزه توګه واک انتقال کړی.له ۵۱ ورځو راهیسې لاریون کوونکی د بلاروس لارو کوڅو ته راوځی او له لوکاشینکا غواړی چې له واکه لرې شی.تیخانوفسکایا د خپل سړی پر ځای د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیده شوه، ځکه هغه پولیسو تر انتخاباتو مخکې نیولی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید