روزنامه هیواد

الیس ویلز له حبیبې سرابی سره د افغان مېرمنو پر لاسته راوړنو وغږېده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د افغانستان د سولې عالی شورا له مرستیالې حبیبې سرابی سره د افغان ښځو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.په کابل کې د امریکا سفارت پر ټویټرپاڼه لیکلی، چې مېرمن ویلز د تېرو ۱۸ کلونو پر مهال په ټولنیزو او سیاسی برخو کې د افغان ښځو د تاریخی لاسته راوړنو د خوندیتوب پر موضوع د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ له مېرمن سرابی سره ولیدل.مېرمن سرابی هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی، چې د امریکا له حکومته مننه کوی چې د سولې د پروسې پرمهال د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی.دې زیاته کړې، د دې پروسې په اړه نورو معلوماتو ته سترګې په لاره ده.مېرمن سرابی له هغو ښځو څخه ده چې د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د اتلسو کلونو د لاس ته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کوی.له طالبانو سره په قطر کې د افغان سولې لپاره  د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شپږم پړاو خبرې د تېرې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

ممکن است شما دوست داشته باشید