روزنامه هیواد

الکوزى ګروپ په هېواد کې د مخابراتو په سکتور کې ۳۰۰میلیونه ډالر پانګونه کوی

د مخابراتو او معلوماتی ټىکنالوژۍ وزارت وایی: د الکوزی شرکتونو ګروپ د وصل تىلىکام شرکت په اخىستلو سره، د مخابراتو په سکتور کې ۳۰۰ مىلیونه ډالر پانګونه کوی.له دغه وزارت څخه په خپور شوی بىان کې راغلی، چې د وصل تىلىکام مخابراتی شرکت د پورونو د تصفیې او د ستونزو د حل لپاره د مخابراتو وزارت، د الکوزی شرکت او د وصل تیلىکام مسولىن، د دغه شرکت د پلورلو په اړه هوکړې ته رسىدلی دی. د مخابراتو وزارت دغه راز وىلی، چې د وصل تىلىکام شرکت د مالکیت د انتقال او پلور طرحه د افغانستان د اقتصادی عالی شورا په غونډه کې په پرنسیپ کې منظور شوې ده. د بىان په ىوه برخه کې وىل شوی: (( د الکوزی شرکتونو ګروپ به د ۳۰۰ میلیونه امرىکایی ډالرو سره د وصل تیلیکام مخابراتی شرکت اخلی او ټول مالی لګښت او پورونه به له اصل قیمت څخه دولت او نورو ټولو هغه ادارو ته ورکول کېږی، چې ىاد شرکت یې پوروړى دى)) د مخابراتو وزارت د بىان له مخې، د وصل تىلىکام مخابراتی شرکت د فعالىت په پىلولو سره له فنی او تخنیکی ستونزو سره مخامخ شو او د ورځې له تکنالوجۍ سره د فعالیتونو په عىارولو او د خپلو نږدې ۱۰۰زره مشترکینو د غوښتنې په پوره کولو کې پاتې راغلى دى.د مخابراتو وزارت وىلی: دغه شرکت ،چې د CDMA د خدمتونو وړاندې کولو جواز لری، اوس دىوالی شوى او د مشترکىنو شمېر ىې ۱۲ زرو ته راښکته شوى دى.په بىان کې راغلی (( د وصل تیلیکام خصوصی مخابراتی شرکت د خپل فعالیت د کلونو په اوږدو کې سربېره پر دې چې خپل مالیاتی پورونه یې نه دی تصفیه کړی، بلکې د نورو خصوصی شرکتونو او دولتی بنسټونو پورونه هم ورباندې پاتې دی))د افغانستان د مخابراتی خدمتونو د تنظىم ادارې (ATRA) د معلوماتو پر بنسټ، وصل تىلىکام مخابراتی شرکت په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ مىلىونه افغانۍ پانګونه کړې، چې په اوس وخت کې ۲۰ مىلىونه د جواز او شاوخوا ۲۰ مىلىونه د فرىکونسۍ له درکه پوروړى دى.د مخابراتو وزارت د بىان له مخې، افغان حکومت د وصل تىلىکام شرکت ته ۶۰ ورځې وخت ورکړى و، چې خپلې ستونزې حل او پورونه تصفیه کړی، خو دغه شرکت نه ىواځې پورونه تصفیه نه کړل، بلکې د خپلو ستونزو په له منځه وړلو کې هم پاتى راغى.د مخابراتو وزارت وىلی: ټاکل شوې چې د الکوزی شرکتونو ګروپ د وصل تىلىکام اوسنۍ CDMA ټیکنالوژۍ GSM ته واړوی او د ۴G او ۳G په واردولو سره خپلو مشتریانو ته با کیفیته مخابراتی خدمتونه وړاندې کړی.      ممتاز بهىر

ممکن است شما دوست داشته باشید