د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ىوه تحقىقاتی وېبپاڼه وایی، د دوى د موندنو له مخې ، په برېتانىا کې د پخوانی روسی جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په قضىه کې دویم مشکوک کس د روسىې د ولسمشر له خوا افتخاری مډال ترلاسه کړى دى. د بلېنګ کټ ( Bellingcat) په نامه دې برېتانوۍ وېبپاڼې راپور ورکړى، چې په کیمیاوی موادو د سرګی سکرىپال او د هغه د لور ىولىا د مسمومولو په قضىه کې دویم مشکوک کس الکساندر میشکىن څلور کاله مخکې په اوکراىن کې د عملىاتو له کبله دا مډال ترلاسه کړى.